د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۹

د ارغوان په نوم د نجونو او هلکانو د بایسکل ځغلونې سیالۍ پیلېږي


د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون وايي، ډېر ژر به د ارغوان په نوم د نجونو او هلکانو د بایسکل ځغلونې سیالۍ پیل کړي.

د دغه فدراسیون رئیس حسین حمیدي ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د ثور د میاشتې په ۳مه نېټه به د هلکانو او د همدغې میاشتې په ۱۰مه نېټه به د نجونو سیالۍ پیل شي.

د بایسکل ځغلونې فدراسیون د معلوماتو له مخې د ثور میاشتې په ۱۵مه نېټه به د رسنیو د ښځینه کارکوونکو ترمنځ د رسنیو د جام په نامه هم سیالۍ پیل شي.

د بایسکل ځغلونې فدراسیون همداراز په ننګرهار کې د نارنج ګل جام په نامه سیالۍ وکړې چې د ننګرهار د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوې.

XS
SM
MD
LG