د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د المپیک کمېټې رئیس د ورزش وزیرانو په غونډه کې کډون کوي


د افغانستان د بدنې روزنې او المپيک ملي کمېټې رئیس حفیظ الله ولي رحیمي د ورزش د وزیرانو او د اسلامي هېوادونو د ځوانانو په ناسته کې د ګډون لپاره اذربایجان ته ولاړ.

د بدنې روزنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ناسته کې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال لپاره د ځوانو او ورزش د ستراتيژۍ پر تصویب او په اسلامي هېوادونو کې د ورزش د ودې او پرمختګ په اړه بحث او خبرې کېږي.

د اسلامي هېوادونو د سازمان دا غونډه د اپریل له ۱۷ نه تر ۱۹ نېټې پورې د اذربایجان د ځوانانو او ورزش وزارت په کوربتوب په باکو ښار کې ترسرسره کېږي.

د ویلو ده چې په دغه درې ورځنۍ ناسته کې به د ياد سازمان غړي هېوادونه د ورزش په برخه کې په ګډو همکاریو هم هوکړې وکړي.

XS
SM
MD
LG