د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

کندهار: د سرحدي پولیسو قوماندان جانان ماما د ماین په چاودنه کې ووژل شو


د کندهار د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې قوماندان جانان ماما د خپلو دوو ساتونکو سره د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ مرستیال ویاند مطیع‌الله هلال ازادي را‌ډیو ته وویل چې نن سهار شااوخوا ۹ نیمې بجې د کندهار ښار د څلورمې حوزې اړوند د زاړه ګمرک په سیمه کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قوماندان جانان ماما پر هایلکس موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې چې په پېښه کې قوماندان جانان وژل شوی او درې ساتونکي يې ټپیان شوي دي.

په دغه چاودنه کې د نوموړي درې ساتونکي ټپيان شوي هم دي.
په دغه چاودنه کې د نوموړي درې ساتونکي ټپيان شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د حضرت جي بابا په سیمه کې نن سهار ۹ بجې او ۲۰ دقیقې د جانان افغان پر موټر چاودنه شوې په چاودنه کې جانان افغان شهید دی او درې سرحدي پولیس ټپیان دي."

په عین وخت کې یوه امنیتي سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌يې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې په چاودنه کې قوماندان جانان او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي او درې نور سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.

د دې حملې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډیو ته په یوه استول شوي پیغام کې د قوماندان جانان په ګډون د ۶ سرحدي پولیسو د وژل کېدو ادعا کوي.

قوماندان جانان د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی وو چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې يې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.

په کندهار ښار کې نن سهار د نوموړي پر موټر چاودنه وشوه.
په کندهار ښار کې نن سهار د نوموړي پر موټر چاودنه وشوه.

نوموړي تېر کال د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د لقمان او نظر کلیو کې د پاکستاني ملېشو سره د افغان سرحدي پولیسو مشري کوله.

  • پخواني معلومات

چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې د قوماندان پر موټر د ماین چاودنه شوې ده.

د کندهار مطبوعاتي دفتر پېښه تأیید کړه، خو د مرګ ژوبلې په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

اخوا یوې باوري امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې قوماندان "جانان ماما" له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی او څو تنه نور هم ټپيان دي.

دې سرچینې ویلي چې ماین د سرحدي پولیسو د قطعې د قوماندان په موټر نښلول شوی و.

د راپورونو په اساس د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون دغه قوماندان تېر کال له ډیورند کرښې سره نږدې په نظر او لقمان کلیو کې د پاکستاني پوځیانو پر ضد د جګړې مشري هم په غاړه درلوده.

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

  • پخواني معلومات

په کندهار ښار کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې قوماندان پر موټر د ماین چاودنه شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته تأیید کړې چې په پېښه کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې قوماندان جانان ماما له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن سهار شااخوا ۹ بجې په کندهار ښار کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته وویل چې پېښه کې مرګ ژوبله رامنځته شوې، خو دا یې ونه‌ویل چې څوک په‌کې مړه او ټپیان شوي دي.

راپور : صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG