د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

دنیا: د حکومت او خبریالانو ترمنځ تقابل د دیکتاتورۍ په ګټه دی


د کابل چاپ ورځپاڼو نن په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او مقالې خپرې کړې دي.

  • ماندګار

ماندګار ورځپاڼې په‎خپله سرمقاله کې لیکلي چې د ټاکنو په شفافیت د خلکو بې‌باوري او د ولسمشر محمد اشرف غني د غیر ډموکراتیک سیاست سره اشنايي د دې لامل شوی چې خلک راتلونکو انتخاباتو ته په جدي سترګه ونه‎ګوري.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د رأی ورکولو نیم مرکزونه له امنیتي ګواښونو سره مخ دي چې په دغو مرکزونو کې د انتخاباتو ترسره کېدل ستونزمن دي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې ایا په‎داسې شرایطو کې دولت غواړي او یا هم کولای شي انتخابات ترسره کړي؟

د سرمقالې لیکوال لیکي، حکومت ځکه د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار کوي چې په تېرو انتخاباتو کې خلکو په دغې پروسې خپل باور له لاسه ورکړی او اوس داسې هڅې کېږي چې دغه باور بېرته راژوندی شي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د حکومت او خبریالانو ترمنځ تقابل د دیکتاتورۍ په ګټه دی.

ورځپاڼه وړاندې کاږي چې په تېرو درېيو کلونو کې په افغانستان کې د اطلاع رسونې لړۍ له رکود سره مخ شوې او د خبریالانو پر وړاندې ستونزې مخ په زیاتېدو دي.

سرمقاله لیکونکی ادعا کوي چې د تېرو درېيو کلونو تجربې او شواهد دا ښيي چې حکومت له بېلابېلو لارو غواړي د ازادو رسنیو د فعالیت مخه ډب کړي او چارواکي د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

د سرمقالې په پای کې دا هم راغلي چې د دا ډول وضعیت دوام د افغانستان په ګټه نه‎دی او که د رسنیو مخه ډب کېږي او دغه غږ چوپ کېږي په حکومتي ادارو کې به فساد لا زیات شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې چاړه د خلکو ستوني ته رارسېدلې ده.

په سرمقاله کې همداراز راغلي چې د نا امنۍ تر څنګ په ټول هېواد کې فقر او بې‌کاري خلک پوزې ته راوستي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور بې‌کاري خپله فقر ته لار هواروي او همداراز په ټولنه کې د جرم، جنایت او ګډوډیو لامل ګرځي.

چاړه د خلکو ستوني ته رارسېدلې ده.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي، هر کال له دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو څخه زرګونه کسان فارغېږي، خو په ډېر کم شمېر یې مناسب کاري فرصتونه مومي.

په مقاله کې همداراز راغلي چې د اداري اصلاحاتو پروسه هم ناکامه، په فساد ککړه او وخت نیوونکې ده، باید داسې زمینه برابره شي چې بې‌وزله او بې‌کاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پوځي تحرکاتو په اړه ویلي چې دغه تحرکات د سیمې په ګټه نه‎دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دیني، فرهنګي او ژبنیو مشترکاتو ته په کتو باید ژر تر ژره د دواړو هېوادونو اړیکې بېرته عادي شي.

XS
SM
MD
LG