د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۹

وسله‌والو د غور-هرات پر لویه لاره د مسافرو پر موټر ډزو کې ۳ تنه وژلي


وسله‌والو کسانو نن سهار د غور-هرات ولایت پر سړک، د مسافرو یو موټر ودراوه، نارینه او ښځې یې بېل کړل او بیا یې پر نارینه‌وو ډزې وکړې.

د ازادي راډیو خبریال وايي چې دا پېښه د غور د مرکز، فېروزکوه په مربوطاتو کې شوې ده.

فاطمه او اسحق نن په هغه فلانګ کوچ موټر کې سپاره وو چې د هرات او غور پر لویه لاره، وسله‌والو کسانو حمله ورباندې کړې وه.

هغوی وايي، په لوی بخت ژوندي پاتې شوي دي.

دواړو عیني شاهدانو ویلي چې وسله‌وال دوه تنه وو او پوځي یونیفورم‌یې اغوستی و.

د هغوی په وینا، وسله‌والو اول د مسافرو مالونه واخیستل، بیا یې سره بېل کړل او تر هغه وروسته‌یې ډزې ورباندې وکړې.

فاطمې ویلي چې په موټر کې ټول ۱۲ تنه سپاره وو، درې مسافر ځای پر ځای ووژل او دوه تنه زخمیان شول.

فاطمه وايي:

"د هغوی پوځي جامې په تن وې، موټر یې ودراوه، ښځې، ماشومان او نارینه‌یې بېل کړل، بیا يې پر نارینه‌وو ډزې وکړې، اول‌یې مالونه ورڅخه واخیستل، ګوښې ته‌یې بوتلل او بیا یې وویشتل."

اسحق د دایکنډي دی، هغه د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې یو ملګری یې مسموم شوی و او کلینیک ته د هغه تر رسولو وروسته، کور ته روان و چې حمله ورباندې وشوه.

اسحق وویل:

"دوه تنه پوځیان ولاړ وو، موږ یې ودرولو ، پوښتنه‌یې کوله چې د کوم ځای یاست، موږ وویل چې د دايکنډي، مالونه‌یې راڅخه واخیستل او ډزې يې راباندې وکړې."

د غور د دولتي روغتون سرطبیب ویلي چې دوه زخمیان وروړل شوي، خو د دواړو روغتیايي وضعیت خراب دی.

د غور د والي ویاند، عبدالحی خطیبي د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې حمله وسله‌والو طالبانو کړې ده، خو طالبانو د پېښې مسئولیت نه‌دی اخیستی.

د خطیبي په وینا، حمله د دایکنډي ولسوالۍ د بندر او سنګ تخت ولسوالیو د اوسېدونکو پر موټر شوې ده.

خطیبي نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل:

"د دولت مخالفو وسله‌والو د مسافرو پر یوه فلانګ کوچ موټر ډزې کړي چې زموږ ۳ بې‌ګناه وطنوال په‌کې وژل شوي او ۲ تنه زخمیان شوي دي."

د ازادي راډيو خبریال وايي، د پېښې مسئولیت لا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG