په افغانستان کې د ګبینو په تولید کې زیاتوالی راغلی
د کرنې او مالدارۍ وزیر د ګبینو په یوه نندارتون کې وویل چې د ګبینو په تولید کې ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دغه نندارتون په کابل کې د کرنې او مالدارۍ په وزارت کې جوړ شوی و. د کرنې وزیر وايي، تېر کال ۲۱۰۳ ټنه ګبین په ټول افغانستان کې تولید شوي دي. ابراهیم صافی په دغه ویډیويي راپور کې تاسو د ګبینو دغه نندارتون ته بیایي. وېډیو او اېډېټ ابراهیم صافی