د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د کرکټ د ملي لوبډلې غړي شهزاد محمدي ته خبرداری ورکړی چې د دې ادارې له رسمي اجازې پرته په هېڅ سیالۍ کې ګډون نهشي کولای.
شهزاد محمدي په وروستیو کې په پېښور کې د کرکټ د لوبډلو په یوه سیالۍ کې برخه واخیسته چې له املهیې د کرکټ بورډ له لوري درې لکه افغانۍ جریمه شو.
د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل فرید هوتک تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، شهزاد محمدي د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي نهوو خبر کړي، خو کله چې موږ خبر شو شهزاد محمدي د پاکستان د یوې لوبډلې په ګټه په لوبه کې برخه اخیستې، پرېکړه وشوه چې درې لکه افغانۍ به جریمه شي.
که هغه داسې تخلف بیا تکرار کړي، ښايي په څو سیالیو کې له ګډونه پاتې شي.
د افغانستان کرکټ بورډ همداراز د ملي لوبډلې هغو غړو ته چې له کورنیو سره له افغانستانه بهر ژوند کوي، خبرداری ورکړی چې که په یوه میاشت کې بېرته ستانه نهشي، د ملي لوبډلې د غړیتوب حق به له لاسه ورکړي.