د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

ولسي جرګه: که د غزني امنیتي وضعیت ته پام ونه‌شي، د کندز له برخلیک سره مخ کېږي


د افغانستان ولسي جرګه د غزني پر امنیتي وضعیت اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته ځانګړی پام وکړي.

د افغانستان ولسي جرګه خبرداری ورکوي، که حکومت د غزني ولایت امنیتي وضعیت ته پام ونه‌کړي، دغه ولایت د کندز له برخلیک سره مخ کېږي.

د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهيمي د جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د غزني امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

عبدالرؤف ابراهيمي
عبدالرؤف ابراهيمي

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"د غزني د ناامنۍ مسئله ډېره د اندېښنې وړ ده، هغه څه چې د غزني استازو مطرح کړل، موږ هم په امنیتي مسؤلینو غږ کوو چې د غزني د امنیتي وضعیت په اړه چې په تېره اوونۍ کې يې یوې ولسوالۍ سقوط هم کړی و او اوس د ټول ولایت د سقوط وړاندوینه کېږي، په دې برخه کې باید جدي پام وکړي."

ښاغلي ابراهیمي دا اندېښنې وروسته له هغې شریکې کړې چې د جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي ناسته کې د دې ولایت یو شمېر استازو وویل چې په دې وروستیو کې د غزني ولایت په حکومتي تأسیساتو د وسله‌والو مخالفينو حملې او په ښار کې هدفي وژنې زیاتې شوي چې خلک‌یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

له ډلې يې محمد علي اخلاقي وویل:

"د غزني او د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو د سقوط خطر یوه جدي مسئله ده، که مرکزي حکومت غزني ته جدي پاملرنه ونه‌کړي، غزني د سقوط له حالت سره مخ دی او کوم ترخه څه چې موږ په کندز کې تجربه کړل، که پاملرنه ونه‌شي، نو د کندز پېښه به په غزني کې هم تکرار شي."

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې تېره اوونۍ وسله‌والو طالبانو د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ د دوو ساعتونو لپاره ونیوله چې د افغان امنیتي مسؤلینو په وینا، د ولسوال او امنیت امر په ګډون، په‌کې شااوخوا ۱۲ پولیس ووژل شول.

خو د غزني د ولایتي شورا یو شمېر غړو ازادي راډيو ته وویل چې په یاده حمله کې ۲۳ تنه افغان سرتېري وژل شوي دي.

د ولسي جرګې دغه استازي وايي چې د غزني په شپږو ولسوالیو کې اوس‌مهال وسله‌وال طالبان پراخ فعالیتونه لري او دا وضعيت لامل شوی چې ټول ولایت له خطر سره مخ کړي.

په ورته وخت کې دفاع وزارت په غزني ولایت کې امنیتي ګواښونه مني، خو وايي چې د غزني په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې اوس‌مهال ۱۹ پوځي عملیات روان دي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د خپلو سرونو د قربانیو په بدل موږ پرېکړه کړې چې د غزني امنیتي وضعیت څرنګه چې لازمه ده، کنترول کړو."

ښاغلی رادمنش وايي چې د وسله‌والو مخالفینو پر ضد د غزني د مرکز په ګډون په اندړ، زنه خان، قره‌باغ او خواجه عمري ولسوالیو کې تصفیوي عملیات شوي چې ښه نتیجه‌يې ورکړې ده.

د یادولو وړ ده چې غزني د کابل کندهار په لویه لار پروت هغه ولایت دی چې وخت ناوخت ترې د ناامنۍ خبرونه ورکول کېږي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG