د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

په کابل کې شااوخوا ۱۱۱ کېلو متره مټروبس سړکونه جوړېږي


د کابل ښاروالۍ وايي، په پام کې لري چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې په کابل ښار کې شااوخوا ۱۱۱ کېلو متره مټروبس سړکونه جوړ کړي.

د افغان حکومت اړوند ارګانونه په کابل ښار کې د ټرانسپورتي ستونزو د راکمولو په هدف، د یو شمېر پلانونو، پروګرامونو او عملي کار د پیل خبره کوي.

د کابل ښاروالۍ وايي، د کابل د مټروبس پروژې چارې اوس‌مهال په تدارکاتو کې پر مخ ځي او تر پاس کېدو وروسته به‌یې عملي چارې پیل شي.

د کابل ښاروالۍ د خپرونو رئیس عبدالجلیل سلطاني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۷» ازادي راډیو ته وویل، دغه پروژه به د کابل ښاریانو ټرانسپورتي او ټرافيکي ستونزې تر ډېره راکمې کړي.

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

ښاغلي سلطاني وویل:

"د کابل ښار د مټروبس پروژه چې له درېيو تر پنځو کلونو وخت نیسي، ټاکل شوې چې له مخې یې ۱۱۱ کېلو متره د مټروبس سړکونه جوړ شي چې په بېلابېلو مسیرونو، له ده‎افغانانو تر سرای شمالي، له کوټې سنګي تر دشتي برچي، له هغه ځایه تر دارالامان، بیا له هغه ځایه تر کارتې نو او د کابل ښار بېلابېل سړکونه سره ونښلول شي."

کابل ښار چې له ۷ میلیونو زیات اوسېدونکي لري، په ښار کې د منظم ټرافیکي او ټرانسپورتي سیستم د نه‌موجودیت له امله، ډېری وخت اوسېدونکي یې له ستونزو سره مخ وي او د موټرو د ګڼه ګونې له امله، د ښار واټونه هم په ساعتونو ساعتونو تړلي وي.

کابل ښاروالۍ وايي، د دغې ستونزې د هواري لپاره‌یې تېر کال په ښار کې د مټروبس سیستم امتحاني چارې پیل کړې چې د ښاروالۍ د چارواکو په وینا، دغه پروژه له ده‎افغانانو تر سرای شمالي پورې د بشپړېدو په حال کې ده.

د مسؤلینو په وینا، تر راتلونکو دوو میاشتو به په ښار کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو لپاره ۲۶۴ تم ځایونه جوړ او هم به په ۶۰ څلور لارو کې ۲۵۰ پرمختللي ټرافيکي سیګنالونه هم نصب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ ولسمشر محمد ا شرف غني د ځمکو د اراضۍ ادارې ته لارښوونه وکړه چې په کابل او د هېواد په اتو زونونو کې د ښارونو په دروازو کې د معیاري ترمینلونو د جوړولو په هدف، د ځمکې مناسب موقعیتونه تثبیت کړي.

د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وايي چې د ښاغلي غني له حکم سره سم به په کابل ښار کې څلور او په بلخ، ننګرهار، هرات او کندهار کې یو یو میعاري ترمینل جوړ شي.

دا چې دغه ترمینلونه د کابل ښار په کومو سیمو کې جوړېږي، د ټرانسپورت وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالغفار فیضي ځدراڼ‌یې په اړه وايي:

"څلور ترمینلونه‌یې په کابل کې دي، د ختیځ زون لپاره په لته بند سيمه کې د شمال زون لپاره په استالف سیمه کې، د جنوب زون لپاره په سنګ‌نوشته کې او د لوېدیځ زون لپاره په چوک ارغندې او میدان ښار ترمنځ سیمه کې او څلور نور یې په لویو ولایتونو کې جوړېږي، هر هغه څه چې د یوه معیاري ترمینل لپاره لازم دي، په پام کې نیول شوي دي."

ښاغلی ځدراڼ زیاتوي، د دغو ترمینلونو د جوړېدو لپاره په نقشو کار روان دی، د ځمکو ادارې سره د ځمکو د تثبیت په اړه خبرې روانې دي او د جوړېدو چارې به‌یې د عامه مشارکت خصوصي سکټور او پایتخت زون له لوري پر مخ وړل کېږي.

خو دا چې په دغو ترمینلونو څومره لګښت راځي او چارې به‌یې کله پیل شي، ښاغلی ځدراڼ وايي چې دا به د نقشو تر بشپړېدو او د ځمکو تر تثبیت وروسته روښانه شي.

په ورته وخت کې د ځمکو د ادارې رئیس جواد پیکار هم په دې اړه ویلي، دا اداره په دې اړه همکارۍ ته چمتو ده او د جمهور رئیس د لارښوونې د تعقیب په اړه‌یې ډاډ ورکړی دی.

د ټرانسپورت وزارت وايي، په دغو ترمینلونو کې به جوماتونه، د مسافرو خونې، کلینیکونه، هوټلونه او نور د اړتیا وړ تأسیسات هم جوړ شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG