د بلخ ولایت د چمتال، چهاربولک او شولګرې ولسوالیو اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د طالب وسله والو د فعالیت او حضور له زیاتېدو شکایت لري او د محلي حکومت چارواکي امنیتي وضعیت ته په بې پامۍ تورنوي.
د بلخ د چهاربولک، چمتال او شولګرې ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې وسله وال طالبان اکثره هغه سیمې خپلې کړي چې د دولتي ځواکونو حاکمیت پکې و.
د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ولسوالۍ مرکز او بیست پيکال کلي پرته نورې ټولې سیمې د طالب وسله والو په ولکه کې دي او ځانونو ته یې پکې پوستې جوړې کړي اړ په خبره یې چې امنیتي ځواکونو هم تر دې دمه کوم اقدام نه دی ترسره کړی.
د چهاربولک ولسوالي یو اوسېدونکی ګودر خان یې په اړه وايي:
"ټول چهاربولک د طالب وسله والو په ولکه کې لوېدلی، ځواکونو پرته له دې چې مقاومت وکړي، سیمې پرېښي دي، یوازې په بیست پيکال کې ځواکونه خال خال طالبانو سره جګړه کوي او نورو سیمو کې د طالبانو حاکمیت دی."
د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې طالبان خلک مجبوروي، ترڅو خپل استوګن ځایونه پرېږدي او اکثرو سیمو کې یې هم ماینونه خښ ګړي دي.
د بلخ د چمتال او چهاربولک ولسوالۍ خلک همداراز وايي چې محلي ځواکونو یا اربکیانو پرته له دې چې طالبانو سره جګړه وکړي، خپلې امنیتي پوستې د دولت ضد وسله والو ته تسلیم کړي او خپله تښتېدلي دي.
د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې همدا اوس مهال په جرقلعه او کوه البرز سیمو کې د امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ د جګړې کرښې جوړې شوي او پر یو بل ډزې کوي.
د چمتال اوسېدونکي زیاتوي چې د خلکو پر کورونو د حکومتي ځواکونو هاوانونه او راکټونه لګېدلي او د استوګنځایونو د ویجاړېدو له امله دوی اړ شوي، ترڅو سیمه پرېږدي.
د چمتال ولسوالۍ یو قومي مخور محمد ضابط یې په اړه وايي:
"د جګړې کرښه همدا اوس مهال په جرقلعه کې او البرز سیمو کې ده، د طالب وسله والو فعالیت ډېر شوی دی، دولتي ځواکونو هم د خلکو کورونه په نښه کړي دي، خلک اړ شوي ترڅو خپله سیمه پرېږدي."
په شولګرې ولسوالۍ کې چې له چهاربولک او چمتال سره ګډه پوله لري، خلک وايي چې دلته هم د طالب وسله والو فعالیت نسبتاً پخوا ته پراخ شوی او وسله وال طالبان د حکومت پر ضد شب نامې خپروي.
په چهاربولک، چمتال او شولګرې ولسوالیو کې د نا امنۍ د زیاتېدو سره سره، په بلخ کې امنیتي چارواکي وايي چې ډېر ژر به د یادو سیمو د تصفیې لپاره پوځي عملیات پيل شي.
د بلخ د پولیسو ویاند شیر جان دراني سره له دې چې په چهاربولک، چمتال او شولګرې ولسوالیو کې طالبانو پراخ حضور تائیدوي، وايي د یادو سیمو د بېرته نیولو لپاره اقدامات ترسره کېږي.
دراني په دې اړه وویل:
"مونږ د ټولو سیمو لپاره هم د چهاربولک او هم د چمتال او هم د جوزجان له امنیتي چارواکو سره په همغږۍ پوځي برنامې طرح کړي او ژر به په نا امنو سیمو کې کومانډويي عملیات وشي."
د یادولو ده چې د پسرلي د موسم په راتلو سره نه یوازې په بلخ، بلکې په ګاوڼديو ولایتونو لکه سرپل او جوزجان کې هم د طالب وسله والو فعالیت پراخ شوی دی.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی