د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

د ټاکنو د نوم لیکنې په پروسه کې د کم ګډون او د امنیت په اړه یې اندېښنې


د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي او په انتخاباتو د څار بنسټونه د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو کم ګډون او پر وړاندې يې امنیتي ګواښونو اندېښمن کړي دي.

په داسې حال کې چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ولایتونو په مرکزونو کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل شو، د ولسي جرګې اداری پلاوی او په انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه په دې پروسه انتقاد کوي.

د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان نن یکشنبه «د ۱۳۹۷ کال د وري په ۲۶ مه» ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو د کمېسیون او د وکړو د ثبت او احوالو د ادارې ترمنځ نه همغږي او په ولایتونو کې ناامنۍ د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې په وړاندې ستر خنډونه دي.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

نوموړي وویل:

"په ټوله کې د خلکو د عامه پوهاوی نه شتون، د ادارو ترمنځ نه همغږي، د تذکرو وېش، په تذکرو د کاغد نښولول او په ډېریو ولایتونو کې د ناامنۍ ستونزو ته په پام سره، زه فکر نه کوم چې په هغو ولایتونو کې چې امنیتي ستونزې موجودې دي، خلک د تذکرو اخیستو او نوم لیکنې ته زړه ښه کړي."

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو هم ورته اندېښنې څرګندې کړې دي .

د دغې جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د جرګې د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې له امنیتي ارګانونو او د انتخاباتو له کمېسیونه غوښتنه وکړه چې د اندېښنو د ختمولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، په ٣۴ ولايتونو کې به د نوم ليکنې څه کم ١۵٠٠ مرکزونه پرانيستي وي او وروسته به دا لړۍ ولسوالیو او کلیو ته هم وغځول شي.

د رأیې ورکوونکو نوم لیکنه د کاغذي تذکرې په بنسټ او پرې لګېدلي د یوه معلوماتي کاغذ په نښولو سره کېږي چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو دغه انتخابات به د روان لمریز کال د تلې يا مېزان پر ٢٨مه ترسره شي.

ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دولتي لوړ پوړو چارواکو له ډلې هغه دوه لومړني کسان وو چې د نوم لیکنې په لومړۍ ورځ يې د رأیې ورکونې په مرکزونو کې نوم لیکنه وکړه او په شرایطو له برابرو کسانو یې هم وغوښتل چې نوم لیکنه وکړي.

په ورته وخت کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا رئیس یوسف رشید وايي چې د نوم لیکنې د پروسې په اړه عامه پوهاوی کم دی.

د ده په خبره، دا مسئله د دې لامل شوې چې په یو شمېر سیمو کې خلک د رأیې ورکونې د مرکزونو پرانیستې ته اجازه ورنه کړي او له بله خوا، د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو ګډون هم کم رنګه دی.

یوسف رشید
یوسف رشید

دی وایي:

"د نوم لیکنې په لومړۍ ورځ ځکه خلکو کمه ونډه واخیسته چې له وړاندې ورته عامه پوهاوی نه و شوی، په یو شمېر مرکزونو کې تر ۱۵ او ځینو کې ۲ یا درې کسانو ځانونه ثبت کړل."

یو شمېر ولسي وګړي وايي، د امنیتي ګواښونو له امله نه غواړي چې په تذکرو يې د رأيې ورکولو تخنیکې پاڼه ولګول شي.

دوی وویل:

"زما نوم محمد انس دی، موږ په تذکره د دغه تخنیکي کاغذ د لګولو مخالف یوو، ځکه بیا ولایتونو ته تګ نه شو کولای. "

"اسماعیل یم، دا کار زموږ ستونزې نورې هم ډېروي، موږ غواړو چې دا بهیر بدل شي، ځکه موږ ولایتونو ته تګ راتګ لرو او اړ یوو چې خپله تذکره ځان سره یوسو، په دې صورت کې موږ ته ستونزې جوړېږي."

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نوم لیکنې په لومړۍ ورځ ۶۵۱۶ کسانو نوم لیکنه کړې، خو د نوم لیکنې د ۱۴۱۹ مرکزونو نه يې ۴۴ د ناامنۍ له امله نه دي خلاص شوي.

د دغه کمېسیون یوه کميشنر سید حفیظ الله هاشمي ازادي راډيو ته وویل چې په تذکرو د تخنیکي کاغذ نښول په انتخاباتو کې د درغلۍ د مخنیوي لپاره مهم دی، خو نوموړي د خلکو د مطرح کړیو اندېښنو په اړه څه ونه ویل.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG