د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

ترکي سوداګر: په افغانستان کې د پانګونې ښه زمینه برابره ده


ترکي سوداګر وايي، په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې ښه زمینه برابره ده.

کابل ته د ترکیې د صدراعظم تر سفر وروسته دا ځل کابل د ترکي سوداګرو او پانګوالو کوربه دی.

دوی چې د یکشنبې په ورځ یې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو له چارواکو سره په کابل کې وکتل، ټينګار یې وکړ چې ترکان به په راتلونکي کې د افغانستان له خصوصي سکټور سره د پام وړ همکاري وکړي.

د ترکيې د اقتصاد وزارت مرستیال فات مېتېن دغې غونډې ته وویل چې ترکیه او افغانستان په داسې حالت کې دي چې تر منځ يې باید د سوداګرۍ حجم ميلیاردونو ډالرو ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره دلته یوو، د دغو دواړو هېوادونو د خصوصي شرکتونو تر منځ شراکت خورا مهم دی، افغانستان او ترکیه په داسې موقعیت کې دي چې د سیمې هېوادونه یو له بل سره وصلوي، نو ځکه د دغو دوو هېوادونو تر منځ خو باید سوداګریز حجم ميلیاردونه ډالر وي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعوو خونې د معلوماتو له مخې، دا وخت د افغانستان او ترکيې تر منځ د څلور سوه ميلیونو ډالرو سوداګري کېږي او دا اندازه د تېرو څو پخوانیو کلونو په پرتله، شااوخوا سل ميلیونه ډالره کمه شوې ده.

له افغانستان سره په سوداګریزې راکړې ورکړې او په دغه هېواد کې د بېلابېلو سکټورونو د ارزونې لپاره، دا پلاوی داسې مهال کابل کې دی چې تېره اوونۍ د ترکيې صدارعظم هم په بېلابېلو مسایلو د خبرو لپاره کابل ته راغلی و.

ترکي سوداګر وايي، دغه سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو خورا مثبت اغېز کړی دی.

افغانستان تمه لري چې له ترکيې سره د سوداګرۍ د پراختیا ور هاخوا، د دغه هېواد له لارې اروپا ته ځان ورسوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي هیله مند دي چې د سوداګرۍ د پراختیا تر څنګ ترکیه د کرنې، روغتیا، انرژۍ او کانونو د کیندنې په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د دغې خونې اجرائیه رئیس عتیق الله نصرت ترکي سوداګرو ته وویل، افغان حکومت په ټولو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

دی وایي:

"د ترکي سوداګرو لپاره خاصه زمینه ځکه برابره ده چې د افغان او ترکي سوداګرو تر منځ ډېر ورته والی موجود دی، نو دې ته په کتو د ترکیانو لپاره به په هره برخه کې پانګونه سخت کار نه وي او اوس د دې فرصتونونه استفاده ځکه مهمه ده چې افغان دولت هم د قوانینو په ساده کولو او هم کاري پړاونو کې مهم اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي."

دی وايي، افغان حکومت به راتلونکې میاشت له کابله استانبول ته د صادراتو هوايي دهلیز هم پرانیزي.

د ښاغلي نصرت په وینا، ترکي شرکتونو د کور جوړونې، زیربنا او انرژۍ په برخو کې له تېرو۱۶ کلونو راهیسې ځينې باکیفیته پروژې بشپړې کړي او له همدې کبله افغانان د دغه هېواد پانګونې ته لېوال دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG