د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

سیاسي ګوندونه: که غوښتنې مو ونه منل شي انتخاباتو کمېسيون سره همکاري ځنډوو


د يو شمېر سیاسي ګوندونو او خوځښتونو مسؤلین وايي، که د پارلماني ټاکنو په تړاو حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د دوی غوښتنې ونه مني، له دغه کمېسيون سره به خپله همکاري وځنډوي.

دوی د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، د راتلونکو پارلماني ټاکنو په تړاو کومې غوښتنې چې دوی د حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له مسؤلینو سره شریکې کړي، ورته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

عبدالستارخواصي
عبدالستارخواصي

په دغه خبري ناسته کې د حزب اسلامي ګوند غړي عبدالستارخواصي د ۲۸ سیاسي ګوندونو ګډه اعلامیه ولوسته او د دوی يو شمېر غوښتنې یې داسې بیان کړې:

"د احزابو او ائتلافونو نوملړ باید وړاندې شي، ټول افغانان که مهاجرین دي که په وطن کې بې ځایه شوي، باید د رأd له حقه محروم نه شي، ګوندونه غواړي چې د نظارت يوه خونه ولري چې د کمېسيون چارې وڅاري، د رأی ورکونې هغه مرکزونه چې د ناامنۍ په بهانه حذف شوي، باید له سره و ارزول شي."

ښاغلي خواصي دغه شان وویل، هغه سیمې چې یو شمېر زورواکو او چارواکو د خپلو نوماندانو د بریالي کېدو لپاره ناامنه کړي، حکومت باید ورته توجه وکړي.

د ده په خبره، که څه هم حکومت په دې هڅه کې دی چې د دوی د خوښې وړ کسان ولسي جرګې ته لار پيدا کړي، خو په وینا یې، ولس به دغې چارې ته اجازه ور نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د حمل د میاشتې په ۲۵ مه د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې د پروسې له پیلېدو سره همهاله د ملي یووالي حکومت مشران د نوم لیکنې مرکزونو ته ولاړل او یو ځل بیا یې په خپل وخت د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د انتخاباتو د کمېسیون په چارو کې مداخله نه کوي او نور ټول حکومتي چارواکي هم باید د کمېسیون خپلواکۍ ته درناوی ولري.

ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د سرطان د میاشتې په ۱۶مه ترسره شي، خو د کمیسېون په خبره، د امنیتي، بودجوي او تخنیکي ستونزو له امله دغه نېټه د میزان ۲۸مې ته وځنډول شوه.

بل خوا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د سیاسي ګوندونو او خوځښتونو يادې غوښتنې او وړاندیزونه معقول ګڼي، خو د وخت د کمښت له امله يې عملي کېدل ناشوني بولي.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

د دغه کمېسيون یو کميشنر سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"موږ ورسره تخنیکي بحث کړی او ورته مو ویلي دي چې طرحه ښه طرحه ده، خو وخت يې نامناسب او عملي کول يې ناشوني دي، موږ د دغې طرحې د عملي کولو په برخه کې د وخت عذر درلود، ځکه په قانوني لحاظ د دغې طرحې اصلاح وخت ته اړتیا لري او دا د کمېسيون کار نه دی، بلکې د پارلمان کار دی."

ښاغلی هاشمي وايي، د سیاسي ګوندونو او خوځښتونو هغه غوښتنې چې په قانوني لحاظ ستونزه نه لري او عملي کول يې شونې دي، د انتخاباتو کمېسيون به یې د عملي کولو لپاره پوره هلې ځلې وکړي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د حکومت غبرګون هم راواخلو، خو بریالي نه شو.

په ورته وخت کې د انتخاباتي چارو یو شمېر متخصیصین وايي، د انتخاباتو په پروسه کې د سیاسي ګوندونو نه همکاري د انتخاباتو پر پروسې ناوړه اغېز کولای شي.

دوی وايي، حکومت باید د امکان تر بریده په انتخاباتو کې د سیاسي ګوندونو ونډې ته زمینه برابره کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG