د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۰

د فوټسال په سیالیو کې متحد چهاردهي، ایثار لوبډلې ته ماته ورکړې


په کابل کې د فوټسال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې متحد چهاردهي لوبډله وتوانېده چې ۷ د ۵ پر وړاندې ایثار لوبډلې ته ماته ورکړي.

همدا شان د مخابراتو لوبډلې سجاد فلز لوبډلې ته ماته ورکړه او یاران شمال لوبډله وتوانېده چې صلصال لوبډلې ته ۶ د ۴ پر وړاندې ماته ورکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیالیو کې د کابل ښار ۲۰ لوبډلې برخه لري.

نوموړي دا هم وویل چې دا لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي او هره ورځ درې لوبې تر سره کېږي.

د فوټبال فدراسیون وايي، یادې سیالۍ د ثور د میاشتې تر اومې پورې دوام کوي او غوره لوبډلې به یې د کابل د فوټسال غوره لیګ سیالیو ته لار پیدا کړي.

د فوټبال فدراسیون وايي چې دا سیالۍ هر کال د فوټبال فدراسیون په نوښت جوړېږي چې اوس يې دیارلسم پړاو سیالۍ جریان لري.

XS
SM
MD
LG