د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

د حکومت د پرېکړې په اړه، له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې غبرګون


د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشرتابه پلاوی د حکومت له خوا، له لوېې څارنوالۍ سره د دغې ادارې یوځای کول غیرقانوني ګڼي .

د دغې ادارې مشرتابه او کارکوونکي وایي، په حکومت کې دننه ځینې مفسدې او مافیايي کړۍ هڅه کوي چې د دغې ادارې د کمزورې کولو لپاره ولسمشر ته ناسمې مشورې ورکړي.

له اداري فساد سره د مبارزې دعالي ادارې د شمال ختیځ زون رئيس شمس الله جاوید د شنبې په ورځ په کابل کې په اعتراضیه غونډه کي وویل، حکومت باید له ادارې فساد سره د مبارزې پر نوې ستراتیژۍ بیا کتنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه اداره تشکیل، پرسونل او مسلکي کارکوونکي لري، نو څه دلیل دی چې دغه اداره دې له بلې سره یوځای شي، په کار وه چې د فساد پرضد د مبارزې نورې ادارې له دې سره یوځای شوی وای، دا کارغیرقانونی دی."

د دوې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د قانون له مخې د لوېې څارنوالۍ دنده، تحقیق او د دعوا اقامه ده او د دغې ادارې یوځای کول ورسره، یوغیرعادلانه او ستونزمن کار دی .

له اداري فساد سره د مبارزې کارکوونکو ټینګار وکړ چې دغه اداره په تېرو کلونو کې د فساد پروړاندې د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنې لري چې د کابل بانک د بحران، په پښتنې بانک کې او د فواید عامې وزارت او کابل ښاروالۍ په تړونونو کې د اختلاس او د زرګونوغصب شویو ځمکو د دوسیو څېړل په کې شامل دي.

ومو غوښتل چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو، خو د دغې ادارې د ویندوی دفتر د یادې مسئلې په هکله له څه ویلو ډډه وکړه.

افغان حکومت د اداري فساد او په هېواد کې د فساد د پراخېدو د مخنیوي په هدف، یوه نوې ستراتیژي جوړه کړې او ټینګار یې کړی چې له مفسدینو سره به جدي مبارزه وشي.

بل خوا په ۲۰۱۷ میلادی کال کې د شفافیت د نړیوال سازمان ارزونې ښيي چې افغانستان د سومالیې، شمالي کوریا او سوډان وروسته، د نړۍ د فاسدو هېوادونو په لېست کې څلورم ځای لري.

په ورته وخت کې د چارو پوهان وايي، د نړیوال میثاق له مخې، په هېواد کې د اداري فساد پروړاندې د یوې خپلواکې ادارې شتون یو ضروري امر دی.

محمد یونس فکور
محمد یونس فکور

د دغو کارپوهانو له ډلې یونس فکور له لوېې څارنوالۍ سره د دغې ادارې یوځای کول، لویه تېروتنه ګڼي او زیاتوي:

"لویه څارنوالي همدا اوس د وړو او تجربه لرونکو کسانو د کموالي له امله، خپلې قانوني دندې نه شي ترسره کولای او که یو بل لوې مسؤلیت هم ورپه غاړه شي، دا به ګرانه وي، دا یوه لویه تېروتنه ده او ولسمشر باید په دې برخه کې بیا کتنه وکړي."

خو د ځینو منتقدینو په نظر، د اداري فساد پروړاندې د مبارزې عالي اداره له څو کلنو فعالیتونو سره سره نه ده توانېدلې چې د اوسني او تېر حکومت د ځینو لوړو پوړو چارواکو دوسيې چې په فساد کې ښکېل دي، په سمه توګه وڅېړي.

خو ښاغلی فکور د تېر او اوسني حکومت د مفسدو چارواکو سیاسي مداخلې د یادې ادارې د فعالیتونو د کمزورۍ لامل ګڼی او وايي، له دې امله دغه اداره نه ده توانېدلې چې خپلې چارې په سمه توګه ترسره کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG