د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ یوشمېر مدني فعالان او قومي مشران وايي، په دغه ولایت کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د امنیت له پلوه زمینه نه ده برابره او په خبره یې چې د ارزګان ولایت ۹۰ سلنه خلک په یادو ټاکنو کې ګډون نه شي کولای.
دوی غوښتنه کوي چې دولت دې د ټاکنو لپاره امنیتي ساحه پراخه کړي.
یادو فعالانو اوقومي مخورو دغه خبرې نن شنبه د انتخاباتو لپاره د رأيې ورکونې د مرکزنو د پرانیستي پرمهال وکړي.
په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې اورېدای شئ.
د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: