د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۸

د هندوستان د کرکټ سوداګریزې سیالۍ نن هم دوام کوي


د هندوستان د سوداګریزو کرکټ سیالیو یا IPL په لوبو کې نن شنبه دوه سیالۍ چې لومړی هغه یې د ممبی انډینز او ډهلي تر منځ او دوهمه یې د سن رایزرز حیدر اباد او کلکتې تر منځ ده، تر سره کېږي.

په سن رایزرز حیدر اباد لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشد ارمان لوبېږي او دغې لوبډلې له دې وړاندې په خپل کورني لوبغالي کې خپلې دواړه سیالۍ ګټلې دي.

نننی لوبه بیا له حیدراباده لېرې په کلکته کې تر سره کېږي.

د دغې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې رویل چیلنجر بنګلور لوبډلې په خپل کورني لوبغالي کې پنجاب کینګز لوبډلې ته په څلورو وایکټو ماته ورکړه.

په دغې لوبه کې افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ هم د پنجاب لوبډلې په ګټه ولوبېد چې د سیالې بنګلور لوبډلې تر ټولو پیاوړی لوبغاړی ویرات کوهلي يې وسوځاوه او په څلورو اورونو کې یې ۲۸ منډې ورکړې.

XS
SM
MD
LG