د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۳۳

د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د زعفرانو د پیازو د وېش بهیر پیلېږي


د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت وايي، د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د زعفرانو د پیازو د وېشلو بهیر پیلوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، تر دوو راتلونکو میاشتو پورې ۲۴۵ مټریک ټنه د زعفرانو پیاز په افغان بزګرانو وېشل کېږي.

د ښاغلي رستمي په وینا، د زعفرانو د کښت پراختیا، د کیفیت تضمین او ورته د بازارونو پیدا کول، هغه مهم هدفونه دي چې دا وزارت ورته سږ کال جدي کار کوي.

د افغانستان زعفران دا وخت په نړۍ کې لومړی مقام لري او ډېر هېوادونه يې اخيستلو ته لېوال دي.

XS
SM
MD
LG