د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

د احتمالي وچکالۍ او اوبو د کمښت له امله د شمال د ځينو اوسېدونکو اندېښنې


د افغانستان د یوشمېر شمالي ولایتونو بزګر، مالدار او باغ لرونکي د روان کال په راتلونکي موسم دوبي کې، د اوبو د کمښت او احتمالي وچکالۍ له امله په اندېښنه کې دي.

د دغو ولایتونو مسؤلین وايي، دغه ستونزه په تخار، غور، بادغیس، کندز او یوشمېر نورو شمالي ولایتونو کې رامنځته شوې او پر کروندو یې ناوړه اثر کړی دی.

دوی پر حکومت غږ کوي چې د دغې ستونزې کمولو ته تدابیر ونیسي.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

سنت الله تیمور
سنت الله تیمور

"موږ تراوسه د اوبو د ۴۰ فیصده کموالي سره مخ یو او د ګرمۍ په راتلونکې موسم کې ورته سخت اندېښمن یو، په دغه ولایت کې د اوبو زېرمې هم نه لرو، په خواشينۍ سره باید ووایم چې په تخار ولایت کې لږ کار شوی، پاملرنه ورته کمه ده، موږ د تخار ولایت په هره سیمه کې مست سیندونه لرو، خو له بده مرغه چې اوبه يې بيځایه بهېږي."

د ښاغلي تیمور په خبره په تخار ولایت وریجې زیاتې کرل کېږي خو سږکال د دغه ولایت بزګرانو د اوبو د کموالي له امله پرېکړه کړې چې وریجې ونه کري ځکه چې وریجې په لږو اوبو کې حاصل نه ورکوي.

ده وویل، په تخار ولایت کې د وریجو نه کرل یوه ستونزه ده چې د بزګرو پر اقتصاد به ناوړه اغېز وکړي.

د ګرمۍ په راتلونکي موسم کې د اوبو د کموالي اندېښنه یوازې په تخار ولایت کې نه بلکې په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې هم رامنځته شوې ده.

د غور ولایت د ولایتي شورا رئیس فضل الحق احسان ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې د اوبو د کموالي نښې نښانې ښيي چې د یاد ولایت ډېری اوسېدونکي به د ګرمۍ په راتلونکي موسم دوبي کې، د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شي.

یو افغان بزګر
یو افغان بزګر

نوموړي زیاته کړه:

"سږکال یوازې غور نه، بلکې د افغانستان ډېری سیمې له دغه مصیبت سره مخ شوي دي، غور یو غرنی او زراعتي ولایت دی چې له نورو ولایتونو سره ګمرکي بندرونه نه لري، دغه وېره شته چې د دې ولایت خلک یا هلاک او یا نور سیمو ته کډه شي."

د شمالي ولایتونو د بزګرو او مالدارانو د معلوماتو له مخې، سږ کال د وچکالۍ د اندېښنو له امله، د څارویو بیې هم د تېرو کلونو په پرتله را لوېدلې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په شمالي ولایتونو کې په را روان موسم کې د اوبو د کموالي اندېښنې پرځای دي، خو بشپړه وچکالي به په کې رامنځته نه شي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي په یادو ولایتونو کې د راتلونکې احتمالي ستونزې پر وړاندې، د خپلو تیاریوو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

اکبر رسمتي
اکبر رسمتي

"دا نه شو ویلی چې سږکال به حتمي وچکالي راځي، د کرنې وزارت په تېره یوه میاشت کې، بادغیس ولایت لپاره ۲۰۰۰ ټنه واښه واخیستل چې د لېږد لړۍ یې پیل شوې ده، په شمالي ولایتونو کې مو ګدامونه کافي غله دانه لري، په لسګونو زره متریک ټنه غنم لرو چې په اضطراري حالاتو کې به، پر زیانمو کسانو وویشل شي."

ښاغلي رستمي وویل، سږ کال په شمالي ولایتونو کې د اوبو لګولو د سیستمونو د جوړولو لپاره هم درې میلیارډه افغانۍ ځانګړې شوی دي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د اوبو د کمښت ستونزه په ژمې کې د واورو او بارانونو د کم ورښت له امله رامنځته کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG