د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

نيويارک پوسټ: جګړه د افغانستان د قالین اوبدلو مشهور صنعت وژني


رليف ويب انترنيتي پاڼې د افغان پناه غوښتونکو په اړه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې په تېرو درو مياشتو کې شا او خوا شل زره داسي پناه غوښتونکي ترکيې ته ننوتلي چې اسناد نه لري.

مقاله لیکي چې له دغو څخه اتلس زره يې د ترکيې امنيتي ځواکونو نيولي دي.

ويل کېږي د ترکيې صدراعظم بن علي يیلدرم تېره اوونۍ کابل ته د خپل سفر پر مهال د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ايستلو په اړه له افغان حکومت سره توافق ته ورسېد.

تېره اوونۍ، ترکيې تر دوه سوه زیات افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ولېږل.

د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده د ازوروم ايالت څخه درې زره افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته واستول شي.

د ۲۰۱۵مېلادي کال له پيل راهیسي سلګونو زره افغانان د ايران او ترکيې له لارې يونان ته او بیا اروپا ته ننوتلي دي.

نيويارک پوسټ:

نيويارک پوسټ خپرونې د رويټرز خبري اژانس په استناد د افغانستان د قالینو د سوداګرۍ په اړه يوه مقاله خپره کړې ده.

د دې ومقالې عنوان دی، جګړه د افغانستان د قالین اوبدلو مشهور صنعت وژني.

مقاله ليکي چې د تېر کال پر مهال د افغانستان د قالینو اوبدلو لرغوني صنعت خرڅيلاو تر نيمايي کم شوی دی.

مقاله يادونه کوي چې پيرونکي د افغانستان قالینې ځکه خوښوي چې د توکي پر ځای يې هنري ټوټې ګڼي او قالینې د افغانستان له تر ټولو لویو صادراتو څخه دي.

مقاله د متخصصينو له قوله لیکي چې د افغانستان د قالینو اوبدلو صنعت دوه نيم زره کاله پخوانی دی او ويل کېږي سکندر اعظم له دغې سیمې خپلې مور ته يوه قالین په ډالۍ کې لېږلې وه.

XS
SM
MD
LG