د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

به خوست کې دوه زره قراردادي ښوونکي ګمارل کېږي


د جمعې په ورځ په خوست کې د قراردادي ښوونکو د جذب لپاره له خواوشا هغو پنځو زرو کسانو چې د ګمارلو له شرایطو سره برابر و ازموینه واخیستل شوه.

د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د ازموینې له ګډونوالو څخه به د ۵۰۰ ښځو په ګډون دوه زر نوي ښوونکي په دندو وګمارل شي.

چارواکي زیاتوي، د ښوونکو د استخدام لپاره په دې ازموینې سره به، په ټوله کې هغه اندېښنې هم راکمې شي چې ویل کېږي د خوست د ولسوالیو په ښوونځیو کې یو شمېر ښووونکي غیر حقیقي او خیالي دي.

د خوست د پوهنې رئيس نصیراحمد روښان وویل چې د اټکل له مخې د ښوونکو په دې ازموینه کې شااوخوا پنځو زرو کسانو ګډون کړی چې له دې به دوه زر بریالي کسان د خوست په مرکز او د ۱۲ ولسوالیو په ښوونځیو کې په دندو وګمارل شي.

په خوست کې له ښوونکو نه د امتحان بهیر.
په خوست کې له ښوونکو نه د امتحان بهیر.

ښاغلي روښان زیاته کړه، په دې سره به تر ډېره په ولسوالیو کې د خیالي ښوونکو د شتون اندېښنه له منځه لاړه شي، ټول نوي جذب شوي ښوونکي به د پوهنې وزارت سره راجسټر وي او دوی به د یو پروتوکول پر بنسټ په ښوونځیو کې د تدریس چارې سمبالې کړي.

د خوست د پوهنې رئيس وړاندې وویل چې د نجونو د ښوونځیو لپاره به هم له دې کسانو پنځه سوه ښځې د قراردادي ښوونکو په توګه وګمارلې شي.

د رحمن الله نعیم په نوم یو کس چې د ازموینې ګډونوال وو، وايي چې دا ځل د ازموینې صحنه د تېر وخت په پرتله ښه او شفافه ده.

ده زیاته کړه، هر څوک چې وړتیا او استعداد لري، هغوی به جذب شي او نور کسان به راتلونکو ازموینو ته تیاری ونیسي او په دې سره به حق حقدار ته ورسېږي.

د حمیدالله په نوم د تریزیو او علي شیرو د ولسوالۍ اوسېدونکي وویل چې د وړ ښوونکو په ګمارنې سره به په روزنیز بهیر کې هم ښه والۍ راشي.

حمیدالله زیاته کړه:

"موږ يې په خپلو سترګو ګورو چې نن سبا په ښوونځیو کې داسې ښوونکي دي چې هغوی د تدریس وړتیا نه لري، د دې پروسې په عملي کیدو سره به استعداد لرونکي ښوونکي په ښوونځیو کې وګمارل شي او د راتلونکې لپاره به ټولنه ښه وروزل شي."

په خوست کې چې د زده کوونکو درېیمه برخه يې نجونې دي، هغوی لپاره د ښځینه ښوونکو ګمارنه له مهمو غوښتنو څخه ګڼل کیږي.

په دې برخه کې د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني وايي، ولایتي اداره به د ښوونکو په توګه د ښځو استخدام ته ډېره توجه وکړي.

د خوست د مرستیال والي په وینا هڅه کېږي چې د وړ او مناسب کدرونو په جذبیدو سره د پوهنې په کیفیت او ښوونیز بهیر کې ښه والۍ راشي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG