د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۴۵

د غزني چارواکي: خواجه عمري کې د عملیاتو پر مهال ۳۸ طالبان وژل شوي


د غزني ولایت سیمه‎ییز چارواکي د دغه ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۳۸ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپيان دي.

د والي ویاند محمد عارف نوري نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو دغه هوايي او ځمکني عملیات نن سهار له هغه وروسته په خواجه عمري ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په مخه پیل کړل، کله چې تېره شپه دوی پر يادې ولسوالۍ ډله‎ییز بریدونه وکړل او په خبره‌یې چې د یادو عملیاتو پر مهال افغان سرتېرو ته کوم زیان نه‎دی اوښتی.

نوموړی وايي چې د افغان ګډو ځواکونو دغو عملیاتو د غرمې تر ۱۱ بجو پورې دوام کړی.

ښاغلی نوري وايي، په یاده ولسوالۍ کې اوس وضعیت عادي دی.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولایتي شورا د مسؤلینو په خبره تېره شپه وسله‎والو طالبانو د دغه ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ ډله‎ییز بریدونه کړي چې پر مهال‌یې یاده ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره سقوط کړې او د یادې ولسوالۍ د ولسوال او د ملي امنیت د مدير په ګډون ۲۳ افغان سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

که څه هم له‎دې وړاندې د دغه ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډيو ته ویلي و چې پر خواجه عمري ولسوالۍ برید کې د ولسوال عالي دوست شمس په ګډون ۷ افغان سرتېري وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي، خو هغه یو ځل بیا ازادي راډيو ته وویل چې د یادو بریدونو پر مهال د ولسوال شمس په ګډون ۱۱ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG