د ازادي راډيويي مجلې دا ګڼه چې د افغانستان وتلي ژبپوه پوهاند محمد رحیم الهام روح ته ډالۍ ده په دغو مطالبو راښکلې شوې ده:
- په نننۍ ګڼه کې د فرهنګي خبرونو تر څنګ د ارواښاد پوهاند الهام د ژوند او کار په اړه راپور برابر شوی.
- په هنر جاج کې به له پیر محمد کاروان سره د روان شعري بهیر جاج واخلو.
- فنکار برخه کې له پوهاند رازقي نړیوال سره د هغه په څېړنېزو او پنځیزو لاسته راوړنو غږېږو.
- په زرپاڼه کې به لنډه کیسه نیازبینه واورئ.
- ادب جام کې به د ملکیار غرشین د ژوند له احواله خبر شئ.
- او وریښمین خیال کې یوه شهید شوي پلار ته د یتیم ګیلې واورئ.
بشپړ پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب