د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د اذربایجان اوسنی ولسمشر الهام علي‎اف د څلورمې دورې په مخه بریالی شو


د اذربایجان د ولسمشرۍ انتخابات چې د اپوزېسیون ګوندونو بایکاټ کړی و، پرون چهارشنبه ترسره شول.

اوسنی ولسمشر الهام علي‎اف د څلورمې دورې په مخه بریالی شو.

یوه حکومتي څېړنه چې د اذربایجان د انتخاباتو د څارونکي څېړنیز مرکز له لوري خپره شوې ده، څرګندوي چې الهام علي‎اف ۸۲،۷ فیصده رأیې ګټلې دي.

د بشري حقونو د څار ډلې پر دې انتخاباتو انتقاد کړی دی.

د اذربایجان د یوه خپلواک تحقیقاتي بنسټ څېړنه ښیي چې الهام علي‎اف ۸۶،۵ په ۱۰۰ کې رأیې ګټلې دي او په‎دې ډول به د یوې بلې اووه کلنې دورې په مخه ولسمشر پاتې شي.

په اذربایجان کې انتخابات
په اذربایجان کې انتخابات

رأی ورکول تېر ماښام په سیمه‎ییز وخت اووه بجې پای ته ورسېدل.

د قفقاز سیمې د دې هېواد مهمو سیاسي ګوندونو وار له مخه ویلي و چې په رأیو کې لاسوهنه کېږي، نو ګډون په‎کې نه‎کوو.

د اذربایجان د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون په وینا په ۱۰۰ کې ۷۰ فیصده رأی ورکوونکو په‎دې انتخاباتو کې برخه واخیسته.

د دې کمېسیون مرستیال ناطق محمدوف د ګڼو درغلیو لګېدلي تورونه رد کړي دي او د اذربایجان یوې رسنۍ ته‌یې وویل چې دا هم بې‌بنسټه تور دی چې له قوانینو سرغړونه شوې ده.

د ازادي راډیو د خبر څانګه څرګندوي چې د انتخاباتو د کمېسیون څارونکو کمرو د کاردمیر په ښار کې داسې تصویرونه خپاره کړي دي چې د دوی کارکوونکي صندوقونه بدلوي رابدلوي.

د الهام علي‎اف پر حکومت د رسنیو، خبریالانو، سیاستوالو او فعالانو د ځپلو په خاطر د اذربایجان اپوزېسیون ګوندونه، لوېدیځ هېوادونه او د بشري حقونو نړیوال سازمانونه انتقاد کوي.

۵۶ کلن الهام علي‎اف له ۲۰۰۳ میلادي کال را په‎دې خوا چې پلار یې وفات شوی د قفقاز د دغه ۱۰ میلیوني هېواد واکمن دی.

ده د فبروري په پنځمه اعلان وکړ چې د انتخاباتو نېټه د اکټوبر له ۱۷مې د اپرېل ۱۱مې ته رامخکې کوي.

حکومت هغه مهال وویل چې دا کار د دې لپاره کوي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ولسمشرۍ او پارلمان انتخابات سره په یوه وخت رانه‎شي.

د اذربایجان د ولسمشرۍ انتخابات په داسې وخت کې ترسره شول چې د دغه هېواد د پیسو ارزښت د امریکایي ډالرو په وړاندې راښکته شوی دی او د اذربایجان اقتصادي وضعیت د حکومت ضد مظاهرو له امله په خرابېدو دی.

XS
SM
MD
LG