د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

د غلام خان بندر له پرانیستې وروسته د سوداګرۍ او صنایع خونې هیله!


یوه ورځ وروسته له هغې چې ولسمشر محمد اشرف غني د غلام خان بندر د غیر سیاسي کېدو غوښتنه وکړه، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې له دغه بندره په ښې اقتصادي استفادې سره کېدای شي له پاکستان سره صادرات او واردات زیات شي.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په خوست ولایت کې د غلام خان بندر د دواړو هېوادونو د خلکو او سوداګرو لپاره د پام وړ اقتصادي اهمیت لري.

نوموړي زیاته کړه چې له غلام خان بندره معیاري او غیر سیاسي استفاده کولای شي د افغانستان او پاکستان په اقتصاد او سوداګرۍ کې مهم رول ولوبوي.

صیام الدین پسرلی
صیام الدین پسرلی

نوموړي زیاته کړه:

"موږ کولای شو چې د دغه بندر په وسیله پاکستان ته ښه صادرات ولرو، ګډې سوداګرۍ راجلب کړو او سوداګرۍ ته زیاتې اسانتیاوې برابرې کړو، له دواړو حکومتونو نه زموږ غوښتنه دا ده چې له سیاسي مسایلو پرته زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي."

غلام خان بندر له شااوخوا څلورو کلونو وروسته تېره میاشت بېرته پرانیستل شو، خو د افغانستان حکومت په بندر کې د تأسیساتو د بیارغونې په هدف یاد بندر وتاړه.

غلام خان بندر د پاکستان کراچۍ بندر ته د تورخم او سپین بولدک د بندرونو په پرتله له ۲۰۰ کېلو متره په لنډ واټن کې پروت دی او کېدای شي چې د افغانستان او پاکستان د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره ګټور تمام شي.

خو تل د افغان سوداګرو یو شکایت دا و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي اختلافاتو او ناندریو د دغه بندر پر فعالیتونو او سوداګریزو کړنو ناوړه سیوری غوړولی او حتی ځینې وخت‌یې د تړل کېدو لامل هم ګرځېدلی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني خوست ولایت ته په خپل وروستي سفر کې د غلام خان بندر په غیر سیاسي کېدو تینګار کړی او زیاته کړې يې ده، تر هغې چې دغه بندر غیر سیاسي نه‌شي، پراختیا یې بې‌ګټې ده.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو افغان کارپوه تاج محمد اکبر وايي، له غلام خان بندره سمه استفاده کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او ترانزیټ کې د پام وړ پرمختګ راولي.

اکبر: دا د ترانسپورټ لګښتونه راکموي.
اکبر: دا د ترانسپورټ لګښتونه راکموي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ترانسپورټ لګښتونه راکموي، د دې پر ځای چې د افغانستان سوداګریز مالونه د لوېدیځ یا ختیځ له بندرونو صادر یا وارد شي، په دې سره کېدای شي د هېواد له‌منځه چې دغه بندر په‌کې پروت دی غوره استفاده وشي، باید د ترانسپورټ لګښتونه په پام کې ونیول شي او له دې سره په خوا کې د ځینو ناخوالو مخه هم ونیول شي."

که څه هم د تېرو کلونو په پرتله له پاکستانه افغانستان ته وارداتو کې کموالی راغلی، خو افغان چارواکي وايي، اوس هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پام وړ سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي.

بل‌خوا د افغانستان د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي چې له دولتي بنسټونو جوړ یو پلاوی کار کوي چې د غلام خان بندر معیاري جوړ او په دغه بندر کې د خدماتو لازم تجهیزات ځای پر ځای کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG