د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۰

اروپايي ټولنه: د سولې د وړاندیز په اړه د طالبانو چوپتيا د مثبت تحرک په معنی ده


په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر وايي، دا چې طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی، دوی یې په اړه اندېښنه نه‌لري.

د اروپايي ټولنې سفیر وايي، تردې دمه د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په اړه د طالبانو چوپ پاتې کېدل د مثبت تحرک د پیل معنی ورکوي.

پیري میاودون وايي، اروپايي ټولنه هڅه کوي چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د تفاهم زمینه برابره شي، څو د ستونزو حل ته معقوله لار وموندل شي.

ښاغلي میاودون چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۲» په کابل کې "د افغانستان فرهنګ د سولې فرهنګ دی" په نامه د سولې د ډیالوګ په څنډه کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، د سولې وروستیو هڅو هیله‌مند کړی دی.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر
په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر

نوموړی وايي:

"موږ په‎دې ټینګار کړی چې طالبان باید د افغان حکومت د سولې وړاندیز جدي ونیسي او زه باید دا ووایم چې په‎دې اړه د طالبانو له لوري د ځواب نه‌موجودیت د رد په معنی نه‎شي کېدای او دا معنی هم ورکولای شي چې ښايي، دوی د ځواب لپاره په خپلو کې سلا مشورې کوي او موږ د دوی د نه‌ځواب په اړه دومره اندېښنه هم نه‎لرو."

د اروپايي ټولنې سفیر د "افغانستان فرهنګ د سولې فرهنګ دی" په نامه د سولې ډیالوګ ته بیا په خپلو خبرو کې وویل چې د سولې د ټینګښت لپاره په افغانستان کې داسې چاپېریال چې د ټولو نظریاتو ته په‎کې درناوی وشي، باید رامنځته شي.

د "افغانستان فرهنګ د سولې فرهنګ دی" ډیالوګ په کابل کې د اروپايي ټولنې له لوري رابلل شوی و.

دغې ډیالوګ ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد شفیق ګلااغا شیرزي بیا د یوې داسې بې‌طرفه شورا د رامنځته کېدو خبره وکړه چې په باور یې کولای شي د سولې د ټینګښت په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د سرحدونو او قبایلو وزیر محمد شفیق ګلااغا شیرزی
د سرحدونو او قبایلو وزیر محمد شفیق ګلااغا شیرزی

افغان حکومت د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ، خو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه نه هم د رد او نه د تأیید ځواب ورکړی دی.

له دې ټولو سره سره د سولې عالي شورا غړی عبدالحکیم مجاهد بیا د یاد ډیالوګ په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په اړه د طالبانو د مشرتابه ترمنځ مشورې روانې دي.

نوموړی وايي:

"تر دې دمه د طالبانو اسلامي تحریک د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په اړه مشورې کوي او کېدای شي په یوه مناسب وخت مثبت ځواب رامنځته شي، د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو چې افغانان نور له جګړې ستړي دي، موږ هیله لرو چې طالبان ډېر ژر د افغان حکومت دغه وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي."

د سولې عالي شورا غړی عبدالحکیم مجاهد
د سولې عالي شورا غړی عبدالحکیم مجاهد

د ښاغلي مجاهد په خبره د سولې عالي شورا د سولې په ټینګښت کې د اروپايي ټولنې په ګډون د ټولو بهرنیو او کورنیو اړخونو له هڅو هرکلی کوي، خو افغانان باید د سولې لپاره ټول په یوه واحد دریځ کې ودرېږي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG