د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۵۷

د ایران په اصفهان کې کروندګرو د اوبو د کموالي له امله مظاهره وکړه


د ایران په اصفهان ښار کې پرون سې شنبه سلګونه کروندګرو د اوبو د کموالي له امله مظاهره وکړه.

په هغې وېډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه، په غصه کروندګر او بڼ لرونکي ښکاره کېږي چې په سړکونو روان دي او شعارونه ورکوي.

د ایران یو شمېر سیمې له تېرې میاشتې راهیسې وچکالۍ ځپلي، خو مظاهره کوونکي کروندګر وايي، د چارواکو ناسم مدیریت دا ستونزه لا پسې پراخه کړې ده.

د ایران حکومت ژمنه کړې چې د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو سره به نقدي مرسته وکړي او د کروندګرو زیان به جبران کړي.

د بشري حقونو ډلو ویلي چې روانې وچکالۍ د ایران په یو شمېر زیاتو سیمو کې خلک خپلو کورونو او کروندو پرېښودلو ته اړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG