د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هغه پاکستاني علماء چې په افغانستان کې مسلمان وژنه جهاد ګڼي، د نړۍ د علماوو په کنفرانس کې يې ګډون مهم دی.
تمه ده چې د افغانستان په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو يو لوی کنفرانس په يوه اسلامي هېواد کې وشي.
دغه څرګندونې د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د سې شبنې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۱» ازادي راډیو ته وکړې.
نوموړي وویل:
"له بده مرغه ځيني پاکستاني علماء د افغانستان جنګ شرعي بولي او مسلمان وژنه جهاد ګڼي، دوی باید د اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه د افغانستان له علماوو سره کېني او خبرې وکړي، څو په دې پوه شي چې د اسلام په مبارک دین کې انسان وژنه نهشته، بلکې دا د سولې او مذاکرې دین دی او جګړه چې د هر چا په منځ کې وي، مردودهیې ګڼي."
دا په داسې حال کې ده چې د سولې عالي شورا په خبره، په افغانستان او یا هم سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو د کنفرانس په اړه ځیني ګامونه اخيستل شوي دي.
دغه شورا وايي، په دې اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او د نړۍ د يو شمېر نورو هېوادونو د علماوو په ځانګړې توګه، د هندوستان د دیوبند، اندونیزیا او قطر علماوو سره خبرې شوې دي.
د دې شورا د ویاند په خبره، په دغه کنفرانس کې به د اسلام له نظره د افغانستان د جګړې په اړه د نړۍ د علماوو لهخوا بحث وشي.
ښاغلی طاهري هیلهمند دی چې دغه کنفرانس په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.
بلخوا ټاکل شوې وه چې په تېره میلادي میاشت کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د علماوو ناسته په جاکارتا کې ترسره شوې وی، خو دغه کنفرانس د پاکستاني علماوو د نهګډون له امله تر اوسه نهدی ترسره شوی.
د افغانستان دولت په دې وروستیو کې د سولې د طرحې له وړاندې کولو وروسته هڅې ډېرې کړي، څو له هرې ممکنې لارې طالبان د خبرو اترو مېز ته راکاږي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو افغان کارپوه فاروق اعظم وايي، د اسلامي علماوو دغه ناسته باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه پرېکړه وکړي.
ښاغلی اعظم زیاتوي:
"زه وایم چې د علماوو دغه ناسته باید په افغانستان کې د جګړې په پای ته رسولو باندې وي او ووايي چې جنګ باید نور ختم شي او د جګړې ښکېلې خواوې باید دغه نزاع پای ته ورسوي."
د ده په خبره، که پاکستاني علماء په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي او د افغانستان د جګړې په اړهيې فتواوې سیاسي وي، نو ممکن ورڅخه تېر شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا هم وايي، د نړۍ د اسلامي علماوو کوم کنفرانس چې ټاکل شوې ترسره شي، دوی هیله لري چې په افغانستان کې د ناروا جګړې په اړه فتواوې صادرې کړي.
راپور: واصل وصال