د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

سرچینه: پاکستان د طالبانو هېڅ کوم مشر نه‌دی نیولی


په افغان حکومت کې ځینې سرچینې د ملا عبدالسلام ضعیت دا څرګندونې چې ګواکې یو شمېر طالب مشران په پاکستان کې نیول شوي، ناسمې بولي.

یوې حکومتي سرچینې چه نه‌یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله‌یې نوم یاد شي، د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۱» ازادي راډیو ته وویل چې تازه پاکستان د طالبانو کوم مشر نه‌دی نیولی.

یاده سرچینه وايي چې دا ډول څرګندونې پر پاکستان د نړیوالو فشارونو د کمېدو لپاره کېږي او واقعیت نه‌لري.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، که دا خبر واقعیت ولري، نو دا معنی لري چې اسلام‌اباد د سولې په پروسه کې همکاري نه‌کوي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

ښاغلي صدیقي وویل:

"که دا مسئله واقعیت ولري، سل په سلو کې د سولې پروسه او په دې برخه کې چې له پاکستان څخه کومه هیله‌مندي شته، منفي تأثیر لري، دا باید د طالبانو لپاره د عبرت درس وي او په یاد ولري چې د نورو طالبانو له برخلیک سره به مخامخ شي."

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په وروستیو کې ویلي چې یو شمېر طالب قوماندان په پاکستان کې نیول شوي دي.

ښاغلي ضعیف له ډېلي ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې اسلام‌اباد پر پاکستان خپل فشارونه ډېر کړي، خو طالبان به دغو فشارونو ته تسلیم نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز کړی، خو دغې ډلې تر اوسه دغه وړاندیز نه‌دی منلی.

په وروستیو کلونو کې ځیني مطرح طالبان په پاکستان کې نیول او یا هم وژل شوي دي، د کتونکو په باور، هغه طالبان چې له افغان حکومت سره سولې ته لېوالتیا وښيي، له ورته برخلیک سره مخامخ کېږي.

په کابل پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد ودیر صافی وايي چې پاکستان هېڅکله نه‌غواړي، څو طالبان د دوی له اجازې پرته له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

ودیر صافی
ودیر صافی

ښاغلي صافي زیاته کړه:

"پاکستان هېڅکله نه‌غواړي چې د «ای اېس ای» او اردو له اجازې پرته کوم طالب له افغانستان سره په اړیکه کې شي او یا د سولې خبرې وکړي، دا د سولې پر پروسې او پر هغو طالبانو منفي اغېز پرې باسي چې د سولې غوښتونکي دي او حاضر دي چې د مذاکرې مېز ته راشي."

طالبانو تر اوسه په پاکستان کې د دوی د ځینو مشرانو د نیول کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

افغان حکومت تل ویلي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسېږي او د سولې په پروسه کې د پاکستان همکاري حتمي امر دی، خو د افغان چارواکو شکایت دا دی چې پاکستان په دې برخه کې همکاري نه‌ده کړې.

اوس به ولیدل شي چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم سفر او د شویو ژمنو په برخه کې به څومره پرمختګ وشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG