د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

"IPL": سن رایزر حیدراباد لوبډلې راجستان رائلز ته ماتې ورکړه


د هندوستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې سن رایزر حیدراباد لوبډلې راجستان رائلز لوبډلې ته په ۹ وېکټو ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې راجستان رائلز لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ وېکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د سن رایزر حیدراباد لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۶ اوور کې د يوې وېکټې په زیان سره پوره او راجستان رائلز لوبډلې ته‌يې په خپله لومړۍ لوبه کې سخته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې افغان ستوری راشد خان د حیدراباد لوبډلې په ګټه ولوبېد او په ۴ اورونو کې د ۲۴ منډو په بدل کې يوه وېکټه واخیسته.

د دغو سیالیو په لوبه کې نن ماښام کلکته د چینای سوپرکنګز لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.

XS
SM
MD
LG