د ځوانانو په نړیوالو سیالیو کې افغان لوبغاړي رامین غفوري په تکواندو کې خپل بلجیمي سیال محمد لاچروي ته ماته ورکړه.
لاچروي چې څلور مډالونهيې په نړیوالو سیالیو کې ګټلي د رامین غفوري په وړاندې یې ۹ د ۶ په وړاندې ماته ومنله.
دغه افغان لوبغاړي د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې خپل ایراني سیال محمد رستمي ته ۳۹ د ۲۷ په وړاندې ماته ورکړې وه.
خو نوموړي خپله درېیمه لوبه خپل تایلنډي سیال ته ۲۶ د ۲۲ په وړاندې بایلوده او په دغو سیالیو کې له مډال ګټلو نه پاتې شو.