د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

د ملا عبدالسلام ضعیف وروستۍ څرګندونې او د کابل چاپ ورځپاڼې!


د کابل ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په پاکستان کې د یو شمېر طالب مشرانو د نیولو په اړه پر خپاره شویو راپورونو لیکنې خپرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په اسلام‌اباد کې د طالبانو د پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په حواله لیکلي دي چې پاکستان پر طالبانو فشارونه زیات کړي او همداراز یې یو شمېر طالب مشران زندان ته اچولي دي.

ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو دې پخواني چارواکي د ډېلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان به د پاکستان دا ډول فشارونو ونه‌مني.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ملا عبدالسلام ضعیف وایي چې د پاکستان له‌خوا دا اقدام داسې مهال کېږي چې اوس‌مهال په سیمه کې د سولې له بهیر سره د طالبانو د یوځای کېدو لپاره هڅې روانې دي.

خو ورځپاڼه لیکي چې ملا ضعیف وايي چې طالبان غواړي یوازې له امریکا سره د خبرو له لارې په هېواد کې موجوده بحران پای ته ورسوي، نه د ایران او پاکستان په وسیله.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د ملا عبدالسلام ضعیف دې څرګندونو ته په اشارې چې پاکستان یو شمېر طالب مشران نیولي، لیکلي چې د کاسې لاندې نیم کاسه شته.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ملا عبدالسلام ضعیف دا څرګندونې داسې مهال کړي چې اوس اوس کابل د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي د سفر شاهد و او له ولسمشر اشرف غني سره‌یې په لیدنه کې ځینې موافقې کړي چې د ورځپاڼې په وینا، که چېرې په سمه توګه پلې شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به موجوده ستونزې هوارې شي.

ورځپاڼه لیکي، کله چې د پاکستان صدراعظم کابل ته په لار و، نو د دغه هېواد جنګي الوتکو د افغانستان هوایي حدود مات کړل او د کونړ په ځینو سیمو یې بمونه وغورځول او د ملا ضعیف دا څرګندونې.

د ورځپاڼې په وینا، د دغو پرمختګونو یو اساسي هدف پر طالبانو د اسلام‌اباد د نفوذ ښودل دي او په ورته وخت کې ښایي پاکستانیان دا هم ښودل وغواړي چې خپلو تازه ژمنو ته پابند دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د پاکستان له‌خوا د ځینو طالب مشرانو د نیولو په اړه د ملا عبدالسلام ضعیف څرګندونې راخيستې دي، خو په یو جلا مطلب کې یې دا پوښتنه کړې چې ایا د سولې په اړه له افغان حکومت سره د پاکستان د همکارۍ وروستۍ ژمنې به کومه نتیجه ورکړي؟

ورځپاڼې لیکلي دي چې که څه هم د پاکستان د صدراعظم سفر په یو ناسم چاپېریال کې شوی او زیاته تمه ترې نه‌شي کېدای، خو لیکلي یې دي، که اسلام‌اباد د سولې د ټینګښت په برخه کې صادقانه همکاري وکړي، نو د موجوده بحران حل ممکن دی.

ورځپاڼه لیکي، پاکستان کولای شي چې طالبانو ته سپارښتنه وکړي، یا یې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني او یا هم له پاکستان څخه ووځي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم د ملا عبدالسلام ضعیف څرګندونو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، که څه هم پر طالبانو د پاکستان د نفوذ د کچې په اړه ګمانونه موجود وو، خو ملا عبدالسلام ضعیف وایي چې پاکستان د یو شمېر طالب مشرانو په نیولو سره پر دوی فشارونه داسې مهال زیات کړي چې طالبان ورته تن نه‌ږدي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې ځیني طالب مشران په دې باور دي چې د ولسمشر اشرف غني له‌خوا دوی د یو سیاسي قدرت په توګه د پېژندلو تر شا کومه توطئه موجوده ده، نو ځکه‌یې دا طرحه رد کړې ده.

خو ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حواله لیکلي چې روسیه کولای شي چې له پاکستان سره د نویو اړیکو پر بنسټ اسلام‌اباد د افغانستان د سولې له بهیر سره همکارۍ ته اړ باسي.

XS
SM
MD
LG