د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۵۶

د جوجیتسو افغان لوبغاړو د اسیا په سیالیو کې ۴ مډالونه وګټل


د افغانستان د جوجیتسو لوبغاړو د اسیا په ازادو سیالیو کې څلور مډالونه وګټل.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د خپرونو مسؤل منور شهزاد نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې د سپینو زرو او برونزو دوه دوه مډالونه خپل کړي دي.

ښاغلی شهزاد وايي، مصطفی الکوزی او صبور رحیمي په دغو سیالیو کې تر نورو لوبغاړو ښه وځلېدل او د سپینو زرو مډالونه‌يې د افغانستان په نوم کړل.

د اسیا د جوجیتسو ازادې سیالۍ د اپرېل له ۶مې نه تر ۸مې نېټې پورې د قرغزستان په کوربه‌توب په بشکېک ښار کې ترسره شوې.

XS
SM
MD
LG