د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د ملي جنبش ګوند وايي چې د حکومت مشران او ځیني ښکېل دولتونه هڅه کوي چې د ولسمشر لومړی مرستیال هېواد ته راستون شي.
د افغانستان د ملي جنبش ګوند د ویاند په خبره، په دې وروستیو کې داسې نېښانې لیدل کېږي چې جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست هېواد ته د عبدالرشید دوستم د بېرته راستنېدو هڅه کوي.
بشیر احمد تهینج د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۰» ازادي راډیو ته وویل، عبدالرشید دوستم به په راتلونکو انتخاباتو کې د یو قانوني پارلمان د رامنځته کېدو لپاره برخه واخلي.
د ښاغلي تهینج په خبره، ښاغلی دوستم به په نږدې راتلونکي کې هېواد ته راستون او د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه به خپله دنده پر مخ یوسي.
نوموړي وویل:
"په دې وروستیو کې د اجرائیه ریاست محترم مقام، د جمهوري ریاست محترم مقام او د افغانستان په مسایلو کې ښکېل هېوادونه په یو نه یو ډول، د معاون صاحب عبدالرشید دوستم د نشتوالي په اړه اندېښنه لري او په ورته وخت کې د لومړۍ درجې شخصیتونو د انسجام په برخه کې، د هغه په حضور ټینګار کوي."
له دې یوه ورځ مخکې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ترکیې له صدراعظم سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي وو چې نوموړي د ترکیې له صدراعظم سره په کتنه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال په اړه هم خبرې کړې دي.
که څه هم په دې اړه د ترکیې له صدراعظم بنعلي يیلدیریم نه پوښتنه وشوه، خو په اړهیې ځواب ورنهکړ.
خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي چې ترکیه حق لري چې په دې اړه خپل نظر له افغان حکومت سره شریک کړي.
د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تهینج د ښاغلي عبدالله له دا ډول څرګندونو هرکلی وکړ او هغهیې مسؤلانه وبللې.
عبدالرشید دوستم د جوزجان له پخواني والي احمد اېشچي سره په ناوړه کړنه تورن شوی.
ښاغلي اېشچي په ۱۳۹۵ کال کې ادعا کړې وه چې د ولسمشر لومړي مرستیال هغه جنسي ځورولی او وهلی ټکولی یې دی.
که څه هم یو شمېر حکومتي چارواکي دغه قضیه حقوقي بولي او ویلي یې دي چې یاده قضیه به د عدلي او قضايي بنسټونو له لوري وڅېړل شي، خو یوې ابتدايي محکمې له قضیې سره د تړاو په تور د ښاغلي دوستم ځیني ساتونکي په بند محکوم کړل.
- دا چې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم دوسیه دا مهال تر پلټنو او څېړنو لاندې ده که نه؟
د افغانستان سترې محکمې او لویې څارنوالۍ په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
په ورته وخت کې د حقوقي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې له قانوني پلوه د عبدالرشید دوستم بېرته راستنېدل کومه ستونزه نهلري.
د حقوقپوهانو د ټولنې مرستیال ګل احمد مددزي د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د ولسمشر لومړی مرستیال دا مهال د احمد اېشچي لهخوا د ادعا له امله په ترکیه کې اوسېږي، که چېرې هېواد ته راستون شي، له حقوقي پلوه د بېرته راستنېدلو په وړاندې کوم خنډ نهشته، له قانوني پلوه د احمد اېشچي د ادعا څېړل هم کومه ستونزه نهلري او په قانوني چوکاټ کې کولای شي تعقیب شي."
ښاغلی مددزی دغهشان وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال امتیازاتو ته په کتو، د دوستم لپاره داسې محکمه دایرېږي، لکه د یو ولسمشر لپاره چې د افغانستان په اساسي قانون کې په پام کې نیول شوې ده.
خو د نوموړي په خبره، دا چې د دې ډول محکمو لپاره د لویې جرګې یو رکن نهدی بشپړ شوی، نو د ولسمشر د لومړي مرستیال محکمه هم د ولسوالیو د شوراګانو تر انتخاباتو پورې ستونزمنه برېښي.
راپور: رحمتالله افغان