د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي مجیب ځدراڼ د هند د سوداګریز کرکټ لیګ «IPL» د سیالیو په لومړۍ لوبه ۲ لوبغاړي وسوځول او په «IPL» کې یې خپل کریر په ښه توګه پيل کړ.
مجیب ځدراڼ د افغان لوبډلې ورو یا سپېن توپ اچوونکی دی چې د هندوستان په «IPL» کرکټ لیګ سیالیو کې د لومړي ځل لپاره د کنګز الېون پنجاب لوبډلې لهخوا پېرل شوی دی.
ځدراڼ د یکشبې په ورځ په خپلې لومړۍ لوبه کې چې د ګنګز الېون پنجاپ او ډهلي ډېرډیولز لوبډلو ترمنځ وشوه په خپلو ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او د سیالې «ډهلي ډېرډیلوز» لوبډلې دوه لوبغاړي یې وسوځول.
دغه لوبه چې د هندوستان په موهالي لوبغالي کې ترسره شوه، کنګز الېون پنجاب لوبډلې پهکې ډهلي لوبډلې ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه پنچاب لوبډلې ګټلې وه، خو لومړی یې ډهلي لوبډلې ته د بېټنګ بلنه ورکړه.
ډهلي ډېرډیلوز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو، کپټان ګوتم ګمبر د ۵۵ او آر.آر. پانټ د ۲۸ منډو پر مټ ۱۶۶ مندې وکړې او کنګز الېون پنجاپ تهیې د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ.
د پنجاب لوبډلې د ډهلي لهخوا ورکړی هدف د ۱۸م اوور په وروستي توپ د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د «IPL» په تاریخ کې تر ټولو تېزه پنځوسیزه:
د کنګز الېون پنجاب او ډهلي ډېرډیولز لوبډلو ترمنځ لوبه کې د هند د تجارتي کرکټ سیالیو د لیګ «IPL» د تر ټولو تېزې نیمه سلیزې یا پنځوسیزې جوړولو ریکارډ هم جوړ شو.
دغه ریکارډ د پنجاب لوبډلې لېکوش راهور لهخوا جوړ شو.
نوموړي دا ریکارډ یوازې د ۱۴ توپونو په لوبولو، د ۴ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ جوړ کړ.
تر دې مخکې دا ریکارډ د وېسټ انډیز د ملي کرکټ له لوبغاړي سونیل ناراین سره و چې په «IPL» کې د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې لهخوا لوبېږي.
دا د سږني ۲۰۱۸ «IPL» لوبو دوهمه لوبه وه، تر دې مخکې لومړۍ لوبه د شنبې په ماښام د چینای سوپر کېنګز او د مومبی انډینز ترمنځ وشوه چې چینای وګتله.
د یادونې وړ ده چې په سږني «IPL» په بولۍ کې څلور افغان لوبغاړي پېرل شوي چې راشد خان، نبي عیسیخېل، مجیب ځدراڼ او ظاهر پکتین پهکې شامل دي.