د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

نثار احمد عبدالرحمیزي المپيکي سیالیو ته لار پيدا کړه


نثار احمد عبدالرحمیزي د تکواندو په نړیوالو ټاکنیزو سیالیو کې په دوو بریاوو او يوې ماتې سره د ځوانانو نړیوالو المپيکي سیالیو ته لار پيدا کړه.

ښاغلي عبدالرحمیزي په ۷۳ کېلو ګرامه وزن کې د خپلو سیالانو په وړاندې لوبه وکړه او وتوانېد چې د دغو سیالیو کوارټر فاینل پړاوو ته لار ومومي.

خو په دغه پړاوو کې یې لوبه خپل ایراني سیال محمد خاني ته ۶ د ۹ په وړاندې بایلول.

دغه سیالۍ د تونس په الحمامات ښار کې ترسره شوې چې په کې د ۱۱۱ هېوادونو نه ۴۳۸ لوبغاړو ګډون کړی و.

د معلوماتو له مخې د ځوانانو د المپیک نړیوالې سیالۍ د روان کال په اکتوبر میاشت کې د ۲۰۶ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون سره په ارجنټاين کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG