د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۰۸

قاسمي: د ناټو غوڅه اراده په افغانستان کې د جنګ د ګټلو لامل کېدای شي


د افغانستان د جنګ د ګټلو په اړه د بهرنیو ځواکونو د مسؤلینو تر څرګندونو وروسته، د ولسي جرګې د د فاعي چارو کمېسیون دغه بریا د هغوی په ارادې پورې تړلې ګڼي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو غوڅ ماموریت د افغانستان د جنګ ګټل د ټول بشریت لپاره مهم ګڼي، د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، د ترورېستي ډلو د ماتولو لپاره باید جدي اقدامات وشي.

د دغه کمېسیون مرستیال علي اکبر قاسمي د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د وري په ۱۹ مه» ازادي راډیو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه باید نورهم سمبال او ملاتړ ېې وشي.

ښاغلي قاسمي وویل:

"که ناټو په دې برخه کې کلکه اراده ولري، شک نشته چې پر جنګ بریالۍ کېږي، کلکه اراده او غوڅ تصمیم کولای شي، په لږ وخت کې د وسله والو مخالفینو د ماتې لامل شي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د غوڅ ماموریت قوماندان جنرال نیکلسن ویلي، د افغانستان په جګړه کې «ماته» له تصوره وتلې ده ځکه، دغه جګړه نه یوازې د افغانستان د راتلونکې، بلکې د ټول بشریت لپاره مهمه ده.

ښاغلي نیکلسن د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه په نړۍ کې یوه مهمه جګړه ګڼي او ټینګار کوي چې ګټل يې باید د افغانستان په برخه وي.

نوموړي چې د شنبې په ورځ یې په افغانستان کې د بهرنیو ټپي سرتېرو د فعالیتونو د ستایلو په مراسمو کې خبرې کولې، د افغان حکومت د سولې طرح یې طالبانو ته یو ښه فرصت وباله چې وېې مني او له جنګه لاس واخلي.

په دې وروستیو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه زیات شوي دي.

په دې ورستیو شپو ورځو کې امریکايي ځواکونو د فراه او نیمروز په ولایتونو کې د طالبانو د مخدرو موادو د تولید پر ۱۱ فابریکو هوايي بریدونه کړي او ویجاړې کړي یې دي.

په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواکونو یو قوماندان جیمزهکر ویلي، د دې لپاره چې د طالبانو فعالیتونه کم شي، د تمویل منابع به یې وچې شي.

ده داهم ویلي چې طالبان به نور امنځایونه ونه لري.

بل خوا د دفاع وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي، د افغان ځواکونو وړتیا لوړه شوې او ټولې ترورېستې ډلې به وځپي.

خو د پوځي چارو پوه عتیق الله امرخېل په دې باور دی چې د جنګ د پای ته رسولو لپاره باید د ترورېستانو پر ملاتړو هېوادونو فشارونه زیات شي.

عتیق الله امرخېل
عتیق الله امرخېل

دی وایي:

"جنګ د نورو هېوادونو له خوا تمویلېږي چې مرکزونه يې په پاکستان کې دي، تر کومه چې دغه مرکزونه له منځه لاړ نه شي او پر پاکستان فشارونه را نه وړل شي، فکر نه کوم چې دغه جګړه دې ختمه شي."

د ده په خبره، له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د ترورېستانو پرضد جګړه روانه ده، خو دغه جګړه نه یوازې دا چې ختمه نه شوه، بلکې د مخالفینو فعالیتونه لا زیات شول.

دی وايي، په پاکستان کې د ترورېستانو د مرکزونو د په نښه کولو ترڅنګ، افغان ځواکونه باید په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو هم سمبال شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG