د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

یو اېس اې ټوډې: په افغانستان کې لاهم تاوتریخوالی دوام لري


یو اېس اې ټوډې:

د «یو اېس اې ټوډې» په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان د اوسني وضعيت او دې هېواد ته د امریکا د پاملرنې په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې لیکوال کارمن جینټل وايي، د امریکا په تاریخ کې له دې اوږدې جګړې ۱۷ کلونه تېرېږي، خو په افغانستان کې لا هم تاوتریخوالی دوام لري او هر کال دغلته زرګونه کسان په جکړو کې مري او ټپیان کېږي.

د لیکوال په باور، په واشنګټن کې د امریکا د کانګرس غړي وخت ناوخت د افغانستان پر وضعيت بحث کوي، خو د افغانستان په وضعيت کې د بدلون لپاره دا بحثونه کافي نه دي.

ښاغلي جینټل په لیکنه کې ویلي، د امریکا د کانګرس د غړو لپاره هېڅ داسې اقدام نه شته چې په افغانستان کې له سیاسي ثبات سره مرسته وکړي.

د کارمن جینټل په وینا، که چېرې دوی له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو غوښتنه وکړي، تل به د امریکا د خلکو د داسې استازو په توګه یادېږي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې کمزوری دریځ درلود.

ورځپاڼې افغانستان ته د څو زرو اضافي سرتېرو د استولو په اړه د سپینې ماڼۍ وروستۍ پرېکړې ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، د امریکا دا اقدام په افغانستان کې وروستي وضعيت او دغلته روانو خونړیو بریدونو ته په پام کفایت نه کوي.

لیکوال وايي، که د ولسمشر اوباما د ادارې پر مهال شااوخوا سل زره امریکايي سرتېري ونه توانېدل چې په افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته ورسوي، نو اوسنی ۱۴ زره امریکايي سرتېري هم تر هغې د تاوتریخوالي په پای ته رسولو نه بریالي کېږي، څو چې امریکا د افغانستان اوسني وضعيت ته جدي پاملرنه نه وي کړي.

ډیلي بیسټ:

د ډیلي بیسټ ورځپانې د یوې افغانې مېرمې په اړه لیکنه کړې چې خاوند یې وسله والو طالبانو وژلی او اوس له شپږو اولادونو سره د نیویارک په ښار کې ژوند کوي.

دا مېرمن نسیمه بخشي نومېږي چې د ورځپاڼې په وینا، اوس د افغاني خوړو په پخولو او پلورلو غواړي چې نه یوازې د خپلې کورنۍ نفقه وګټي، بلکې افغاني خواړه امریکایانو ته معرفي کوي.

ورځپاڼه وايي، سره له دې چې مېرمن بخشي په انګلیسي ژبه سمې خبرې نه شي کولای، خو اوس له یوې معروفې امریکايي اشپزې هانا ګولډبرګ سره کار کوي.

هانا ګولډبرګ کډوالې مېرمنې په اشپزۍ ټاکي، څو د خپل هېواد د خوړو په پخولو مالي عاید ولري.

ورځپاڼه د نوروز په مناسبت د مېرمن نسیمې بخشي د بېلابېلو افغاني خوړو یادونه کوي چې د هاناګولډبرګ د کار په ځای کې لسګونو امریکایانو ته وړاندې شول.

XS
SM
MD
LG