د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ غویی ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۵۸

د جرمني په مونسټر ښار کې یوه کس خپل موټر د خلکو پر ګڼه ګوڼې وروستی


د جرمني پولیسو ویلي چې په مونسټر ښار کې یوه کس خپل موټر د خلکو پر ګڼه ګوڼه ور وستی چې په نتیجه کې یې څو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

پولیس وایي، دغه موټر چلونکي وروسته خپل ځان وواژه.

د جرمني د پولیسو یوه ویاند ویلي چې موټر چلوونکي پر خپل ځان ډزې وکړې.

دغه ویاند زیاتوي په دې پېښه کې شاوخوا ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

سیمه ییزو پولیسو ویلي چې امنیتي مؤظفین سیمې ته رسیدلي دي.

په دې اړه نور جزئیات راتلونکي کې.

XS
SM
MD
LG