د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۱۳

په یوه پاکستانۍ لوبډله کې د شهزاد محمدي د لوبېدو په اړه د کرکټ بورډ غبرګون!


د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان په یوې ځايي لوبډله کې د شهراد محمدي لوبېدل د دغې ادارې له اصولو خلاف عمل ګني.

په ټولنیزه ميډیا کې د پاکستان په يوه ځايي کلب لوبډله کې د شهزاد محمدي د لوبېدو په غیرګونتر سختو انتقادونو وروسته، د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې له نوموړي سره به قانوني چلند وکړي.

د دغې ادارې ویاند فرید هوتک د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې دا تأيید کړه چې شهزاد محمدي د کرکټ بورډ له اجازې پرته پاکستان ته تللی او هلته د يوه ځايي کلب په لوبډله کې لوبېدلی دی.

نوموړي وویل:

"د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شهزاد محمدي تېره ورځ پاکستان ته تللی او هلته یې له يوې ځايي لوبډلې سره لوبه کړې ده، له بده مرغه شهزاد محمدي دغه هېواد ته په خپل سر تللی او هلته يې په سیالیو کې ګډون کړی، نو د افغانستان کرکټ بورډ به د پالېسۍ له مخې ورسره قانوني چلند وکړي."

ښاغلی هوتک وايي، د کرکټ بورډ د اصولو له مخې، ټول لوبغاړي له هېواده بهر په سیالیو کې د لوبېدو لپاره د بورډ اجازې ته اړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې شهزاد محمدي د نړيوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې له ګډون او هېواد ته له راستنېدو وروسته، پاکستان ته تللی او هلته يې د يوې ځايي کلب لوبډلې لپاره لوبه کړې ده.

د شهزاد دغې کړنې په کور دننه او له هېواده بهر د ډېری افغانانو کلک غبرګونونه راپارولي او له امله یې په نوموړي سربېره يې د افغانستان په کرکټ بورډ هم سخت انتقادونه کړي دي.

خو ښاغلي محمدي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شهزاد محمدي له دې وړاندې د منع شویو درملو د کارولو له امله د کرکټ د نړیوالې شورا له بندیز سره مخ شوی و چې شااوخوا دوه میاشتې وړاندې یې دغه بندیز پای ته ورسېد.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کرکټ پوهان وايي، د لوبغاړ دا شان کړنې د دې ترڅنګ چې د افغانستان نوم او د کرکټ حیثیت ته زیان رسوي، دوی ته هم تاوان کوي.

شهزاد محمدي
شهزاد محمدي

له دې ډلې کرکټ پوه او ورزشي خبریال ابراهیم مومند وايي، دا چې کرکټ بورډ د يو شمېر ارشدو لوبغاړو په وړاندې بې وسه دی، نو له امله یې دا شان غېر قانوني کړنو ته زمینه برابرېږي.

ښاغلی مومند وایي:

"کرکټ بورډ عملاً په دې برخه کې هېڅ توان نه لري چې د یو شمېر سینر لوبغاړو په وړاندې چې کلونه کلونه یې د افغانستان په ملي لوبډله کې لوبې کړي، سخت او جدي ګام پورته کړي، نو ټوله خبره او ګرمتیا کرکټ بورډ ته راجع ده."

ښاغلی مومند وايي، سره له دې چې د افغانستان کرکټ بورډ ټولو هغو لوبغاړو ته چې کورونه يې په پاکستان کې دي، هېواد ته د راستنېدو شرط ټاکلی، خو د ده په خبره، کرکټ بورډ لا هم نه دی توانېدلی چې دغه شرط په ټولو لوبغاړو عملي کړي.

د ده په خبره، تر کومه چې کرکټ بورډ ټول لوبغاړي دې ته اړ نه کړي چې پاکستان پرېږدي، د ورته ستونزو مخه نیول به ناشونې وي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG