د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

چین: د امریکا د نویو اقتصادي محدودیتونو په وړاندې به په هر قیمت درېږو


د چین د سوداګرۍ وزارت وايي چې چین له امریکا سره تجارتي جګړه نه‎غواړي، خو وېره لري چې دا جګړه پرې تحمیل نه‎شي.

د چین د سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن جمعه خپره شوه وویل چې که سپینه ماڼۍ د کورنیو تولیداتو د پرمختګ پالیسۍ یا پروتکشنېزم ته دوام ورکړي، نو چین به یې پر وړاندې ترپايه او په هر قیمت ودرېږي.

وروسته له‎دې چې متحد ایالاتو په روانه اوونۍ کې له چینه پر ودارداتو ۵۰ میلیارد ډالره اضافي تعرفه ولګوله، چین په ځواب کې د سویابین او کوچنیو الوتکو په ګډون پر امریکايي محصولاتو ۵۰ میلیارد ډالره مالیه اعلان کړه، خو له‎دې یوه ورځ وروسته د پنجشنبې په ورځ ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ناڅاپه د امریکا د سوداګرۍ استازو ته هدایت ورکړ چې د چین پر محصولاتو د اضافي تعرفې په اړه غور وکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د ټرمپ طرحې ته له دوهمې نړیوالې جګړې په را وروسته موده کې تر ټولو د لویې تجارتي جګړې په سترګه کتل کېږي چې ورسره په نړیوال مارکېټ کې د ونډو بیې هم راولوېدې.

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې دواړه هېوادونه په تجارتي برخه کې د چین د تهاجمي تکتیکونو پر سر د یو بل په وړاندې ودرېدل.

د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د ونډو بازارونه په‎دې هیله ارام شول چې امریکا او چین ښايي دې ستونزې ته د ډيپلوماتیک حل لاره پیدا کړي، خو د جمعې په ورځ وروسته له‎دې چې پېکېنګ د ټرمپ د ګواښ په وړاندې د مقابلې ژمنه وکړه، د ونډو بیې بیا راولوېدې.

سپینې ماڼۍ تېره شپه د ونډو د مارکېټونو له بندېدو وروسته د متحد ایالاتو د سوداګرۍ د استازو دفتر ته امر وکړ چې د چین پر تولیداتو د ۱۰۰ میلیاردو ډالرو اضافي تعرفې په اړه غور وکړي او معلومه کړي چې دا تعرفه پر کومو تولیداتو ولګول شي.

ښاغلي ټرمپ همدا راز د کرنې وزیر مؤظف کړ چې د امریکايي کروندګرو او کرنیزو تولیداتو د ګټو د خوندي کولو لپاره یو پلان جوړ کړي.

ټرمپ په یوه بیان کې وویل، د چین د نامشروع تجارتي اقداماتو له کبله- چې واشنګټن له کلونو راهیسې له پامه غورځولي دي، په امریکا کې زرګونه فابریکې ویجاړې شوي دي او میلیونونه وګړو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

امریکايي چارواکي هڅه کوي چې د امریکا او چین د روانې تجارتي جګړې ګواښ بې اهمیته وښيي او وايي، دا ستونزه لا هم د خبرو له لارې حل کېدای شي، خو د اقتصادي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دواړو خواوو په ځوابي اقداماتو کې د یوې تجارتي جګړې نښې نښانې ښکاري او ښايي دا جګړه پراخه شي.

XS
SM
MD
LG