د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۳۵

حفيظ‌الله ولي رحيمي د المپيک ملي کمېټې نوى رئيس وټاکل شو


حفيظ‌الله ولي رحيمي د افغانستان د المپيک ملي کمېټې نوى رئيس وټاکل شو.

د المپيک ملي کمېټې ټاکنې نن پنجشنبه د اسيا د المپيک د استازي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د استازو او د ورزشي څارونکو په حضور کې ترسره شول.

په دغو ټاکنو کې ۳۱ تنو د رأى حق درلود چې ۲۹ په‎کې د ورزشي فدراسيونونو مشران او يو تن د المپيک بورډ غړى روح‌الله نيکپا او يو تن د افغانستان د کرکټ بورډ استازى، الله داد نوري شامل وو.

ښاغلي رحيمي له ۳۱ رأيو ۱۶ او سيال‌يې محمود ضيا دشتي ۱۵ رأيې خپلې کړې.

XS
SM
MD
LG