د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۸

د سولې عالي شورا: طالبان باید د سولې له وروستیو فرصتونو ګټه واخلي

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر پر وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې د وروستيو فرصتونه څخه ګټه واخلي او په دې برخه کې له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات پیل کړي.

د سولې عالي شورا مشر کریم خليلي چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۱۴» په کندهار کې د څلورو ولایتونو سلګونه دیني عالمانو او قومي مشرانو ته خبرې کولې پر وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې له وروستیو فرصتونو نه دې ګټه واخلي.

کریم خلیلي وویل چې د طالبانو سوله د دوی د تسلیمۍ په معنی نه‌ده، بلکې سوله هم د دوی او هم د حکومت په خیر ده.

هغه د هلمند د خلګو د سولې حرکت یو ښه اقدام یاد کړ او ویې‌ویل چې د سولي په برخه کې د هر حرکت ملاتړ کوي او د سولې لپاره هرې قربانۍ ته اماده دي.

کریم خلیلي
کریم خلیلي

نوموړي زیاته کړه:

"په خاص ډول د طالبانو تحریک چې زما غږ اوري دا ورته وایو چې زموږ د سولې غږ ستاسې په خیر دی او په دې هم پوهېږو چې دا د افغانستان د ملت په خیر دی."

بل‌خوا په غونډه کې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر ډاکتر اکرم خپلواک وویل چې په تېرو پنځو میاشتو کې حکومت د سولې اړوند ۳۵۰ غونډې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په شتون کې ترسره کړې دي.

ښاغلي خپلواک دغه‌راز وویل چې په دواړو طرفونو کې یو شمېر کړۍ او اشخاص سته چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې د پروسې خنډ کرځي چې ملت باید د دې ډول کسانو په وړاندې ودرېږي.

اکرم خپلواک
اکرم خپلواک

په غونډه کې یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې په هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کي د سولې په برخه کې د ځوانانو هڅې وستایلې او د هېواد پر ټولو دیني عالمانو يې غږ وکړ چې د سولې د نویو هڅو غږ دې د ممبر له لارې تر عام ولسه ورسوي.

راپور : صادق رښتیني

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG