د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۰

د افغان کرکټ بورډ له‌خوا د لوبڅارانو د روزنې ورکشاپ پای ته ورسېد


د افغانستان د کرکټ بورډ له‌خوا په کابل کې د لوبڅارانو د روزنې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دغه روزنیز کورس کې له درېیو زونونو، بست، امو او کابل نه ۴۰ تنو ګډون کړی و.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د درېیو نورو زونونو سپین غر، مس عینک او بند امیر څخه هم ۴۰ تنو ته په کابل کې د لوبڅارۍ په برخه کې روزنه ورکړل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په خبره، د دغه روزنیز ورکشاپ ګډونوال به خپلو زونونو ته ستنېږي او د دوو کلونو لپاره به لوبڅاري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان څلور تنه لوبڅاران احمدشاه پکتین، بسم‌الله شینواری، احمدشاه درانی، او عزت‌الله ساپی د کرکټ د نړیوالې شورا له‌خوا د نړیوالو لوبو د لوبڅارانو په توګه پېژندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG