د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۷

د هنډبال ښځینه افغان لوبډله د سوېلي اسیا لوبو نیمه پای‌لوبې ته ووته


د افغانستان د ښځینه هنډبال ملي لوبډله نیپال ته په ماتې ورکولو سره د سوېلي اسیا د هنډبال سیالیو نیمه پای‌لوبې ته ووته.

د افغانستان د هنډبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغان ښځینه هنډبال لوبډلې د نیپال لوبډلې ته په يوه اړخیزه لوبه کې ۱۱ د ۴ په وړاندې ماته ورکړه.

د سوېلي اسیا پنځم پړاو هنډبال سیالیو کې چې په هند کې روانې دي، د افغانستان سربېره د بوتان، نیپال، بنګله‌دېش او هندوستان ښځينه هنډبال لوبډلې ګډون لري.

د سوېلي اسیا ښځينه هنډبال سیالیو په لړ کې افغان ښځینه لوبډلې له نیپال نه وړاندې بوتان ته هم ماته ورکړې وه.

ټاکل شوې چې په نیمه پای‌لوبه کې نن د افغانستان د ښځينه هنډبال ملي لوبډله د بنګله‌دېش د ښځینه هنډبال ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته لاړه شي.

XS
SM
MD
LG