د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له پنځو هېوادونو مخکې شوې


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د فوټبال نړیوال فدراسیون يا فیفا په نوې درجه بندۍ کې، له پنځو هېوادونو مخکې شوې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د فوټبال ملي لوبډلې د ۱۷۶ امتیازونو په ترلاسه کولو توانېدلې چې له ۱۵۳م مقام نه ۱۴۸م مقام ته ورسېږي.

افغان فوټبال ملي ټیم د اسیا په کچه بیا ۲۹م مقام ترلاسه کړی دی.

د فوټبال د نړۍ د ۲۰۶ هېوادونو په ډله کې، جرمني د ۱۶۰۹ امتیازونو سره لومړی، برازیل د ۱۴۸۹ امتیازونو سره دوهم او پرتګال بیا د ۱۳۶۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره په درېیم کې ځای کې قرار لري.

XS
SM
MD
LG