د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۳

راشد خان: په نړیوال جام سیالیو کې به د افغان لوبډلې ګډون تاریخي وي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مرستیال لوبډلمشر وايي، د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې به د افغان لوبډلې ګډون تاریخي وي.

راشد خان په يوه ځانګړې مرکه ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډله اوسمهال په هره برخه کې ښه لوبغاړي لري او کولای شي چې هره لوبډله له ماتې سره مخ کړي.

د ده په خبره، د نړیوال جام سیالیو لپاره افغان لوبډلې سر له اوسه خپلې تیارۍ پېل کړي، څو نړیوال جام کې ښې لوبې ترسره کړي.

د کرکټ د نړۍ دغه نوموتی ستوری وايي، ستر ارمان يې دا دی چې هېواد ته نړیوال جام راوړي او له دې لارې ولس ته خوښۍ ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې د غوراوي پړاو سیالیو په لومړي پړاو کې، له پرله پسې ماتې وروسته وتوانېده چې نړیوال جام ته د وتو ترڅنګ، د دغو سیالیو اتلولي هم په خپل نوم کړي.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام سیالۍ چې په انګلستان او ویلز کې ترسره کېږي، لا ورته نېږدې ۱۳ میاشتې وخت پاتې دی.

XS
SM
MD
LG