د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۵

کشمير کې هندي پوځیانو او افراطي وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې


په هندي کشمیر کې تشدد یوځل بیا زور اخیستی چې د راپورونو له مخې، په تازه نښتو کې هم هندي پوځیانو او هم افراطي وسله والو ډلو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هندي کشمیر سیمه ییز چارواکي وايي چې له افراطي وسله والو سره یې د سرینګر په جنوب کې څو درنې نښتې کړي چې په نتیجه کې یې ۳ هندي سرتېري او ۱۳ مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

په همدې سیمه کې درې ملکي وګړي پر اعتراض کوونکو د پولیسو په ډزو هم ووژل شوي دي.

اعتراض کوونکي چې شمېر یې زرګونه کسانو ته رسېده، د ښار واټونو ته راوتلي وو، پر پولیسو یې د کاڼو ګوزارونه کول او د هند د واکمنۍ پرضد یې شعارونه ورکول.

د سرینګر په مرکزي سیمه کاچ دورا کې هم نن یکشنبه مظاهرې وشوې، مظاهره چیانو د هغو پوځي عملیاتو د مخنیوي هڅه کوله چې د هند پوځ د مشکوکو افراطي اسلامپالو ډلو پرضد پلان کړي دي.

چارواکي وايي، اعتراض کوونکي واټونو ته راووتلي وو او په داسې حال کې چې پوځ د وسله والو ترورېستانو پرضد عملیات کول، دوی یې مخې ته ودرېدل.

د راپورونو له مخې، پولیسو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره لومړی له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست او وروسته یې ډزې وکړې.

راپورونه وايي، وروسته له دې چې افراطي اسلامپالو ډلو د اعتراضونو لپاره غږ وکړ، چارواکو ټول ښوونځي بند کړل.

د کشمیر د پولیسو یوه مشر ویلي چې د هند پوځ د یکشنبې د ورځې په ماښام داسې معلومات ترلاسه کړل چې وسله وال د سرینګر د جنوب په ۵۰ کیلومترۍ کې په یوه کلي کې ځای پرځای شوي.

سرینګر د هندي کشمیر پلازمېنه بلل کېږي.

کشمیر په ۱۹۴۷ کال کې د هند له ټوټې کېدو وروسته، د پاکستان او هند ترمنځ چې دواړه اټمي سیالان دي، وېشل شوی دی او دواړه پر دې ټوله سیمه د مالکیت دعوه لري، خو په دې منځ کې یوشمېر افراطي اسلامپالو ډلو هم له اتیایمې لسیزې راهیسې، په دې سیمه کې د هند د حکومت پرضد جګړه پیل کړې.

د هند حکومت وايي چې پاکستان د دې ډلو ملاتړ کوي.

په دې سیمه کې تر ټولو لویه ډله حزب المجاهدین ده چې د هند د پوځ په نننیو عملیاتو کې په ۱۳ وژل شویو کسانو کې هم اته تنه د همدې ډلې غړي وو او چارواکو ویلي دي چې د هغو د مړو له معاینې وروسته ورته معلومه شوې ده چې دا کسان د حزب المجاهدین غړي وو.

XS
SM
MD
LG