په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو ځينې استازي په پکتیا کې پرانېستل شوي پروژې د هغه ولایت د خلکو لپاره خورا مهمې بولي.
د پکتیا د خلکو استازي ګل پاچا مجیدي ازادي راډیو ته وویل ولسمشر تر ډېره هغو پروژو ته کار کړی چې له پکتیاوالو سره یې ژمنې کړي او تمه ده چې نوي پروژو ته به هم حکومت ځانګړي پاملرنه ولري.
پکتیا ته د ولسمشر غني د سفر په اړه د ازادي راډیو خبریال یوسف ځدراڼ د ښاغلي مجیدي نظر پوښتلی دی: