د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

په بریتانیا کې د روسیې سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی


په لندن کې د روسیې سفارت
په لندن کې د روسیې سفارت

په بریتانیا کې د روسیې سفارت پرون شنبه خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ چې بریتانیې ته د تګ راتګ پر وخت، د هغه هېواد د امنیتي او استخباراتي ادارو د مامورینو زیاتې څارنې او ډېرې تلاشۍ په څېر له ځینې مسئلو سره مخامخ کېدو ته تیار وي.

په لندن کې د روسیې له سفارته په بیان کې چې پرون شنبه خپور شوی، روسانو ته ویل شوي چې ممکن بریتانیې ته د تګ راتګ په وخت کې د امنیتي کارکوونکو له لوري، د سفارت په وینا د څېړنو په دروغي پلمه، ونیول شي او پوښتنې ورڅخه وشي.

مسکو پرون شنبه له بریتانیې وغوښتل چې په روسیه کې له خپلو ډیپلوماتانو لږ تر لږه ۵۰ تنه کم کړي.

د بریتانیې او روسیې سیاسي کړکېچ تر هغه وروسته زیات شو چې بریتانیې پر روسیې تور پورې کړ چې په هغه هېواد کې د مېشت پخواني روسي جاسوس سرګي سکرېپال او د هغه د لور، یولیا په مسمومېدو کې لاس لري.

د امریکا متحدو ایالاتو او یو شمېر اروپايي اتحادیې له بریتانیې د ملاتړ لپاره په وروستیو کې زیات روسي ډیپلوماتان وشړل.

پخوانی روسی جاسوس، سرګي سکرېپال او د هغه پر لور د مارچ په څلورمه نېټه، د بریتانیې په سالزبري ښارکې بې هوښه وموندل شول.

پخوانی روسی جاسوس، سرګي سکرېپال او لور یې
پخوانی روسی جاسوس، سرګي سکرېپال او لور یې

بریتانیا وايي، هغوی د روسیې د حکومت په لارښوونه، په داسې زهرجنو موادو مسموم شوي وو چې عصبي سیسټم فلجوي. خو روسیې دا تورونه رد کړي دي.

۶۶ کلن سرګي سکرېپال چې د روسیې د پوځي استخباراتو غړی و، په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د روسي جاسوسانو د افشا کولو په جرم په مسکو کې د زندان دوره تېره کړې او په۲۰۱۰ میلادي کال کې بریتانیې ته تللی دی.

هغه او لور يې په روغتون کې بستر دي. ویل کېږي چې د سرګي سکريپال روغتیايي حالت نازک دی، خو لور یې د ښه کېدو پر خوا روانه ده.

روسیې پرون له بریتانیې غوښتنه وکړه چې د سرګي سکريپال له لور سره د کتنې زمینه ورته برابره کړې.

د روسیې حکومت ټینګار کړی چې د دې کار قانوني حق لري، ځکه یولیا د مسکو اوسېدونکي ده او د خپل پلار د ليدو لپاره بریتانیې ته تللې وه. خو د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د روسیې د حکومت پر غوښتنه غور کوي او نړیوالو او کورنیو قوانینو ته د خپل مسؤلیت سره سم به ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG